د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

"په لومړي ځل به یوه ښځه د سترې محکمې غړې په حیث معرفي شي"


د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او ښځینه فعالانې د جمهور ریس احمدزي د هغې پریکړې هرکلی کوي چې یوه ښځه به د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه وټاکي.

دوی له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل، د سترې محکمې په ترکیب کې د یوې ښځې موجودیت کولای شي د مثبتو بدلونونو په راوستلو کې اغیزمن رول ولوبوي.

جمهورریس اشرف غني احمدزي د چین په شینهوا پوهنتون کې په تازه څرګندونو کې ویلي چې په نږدې وخت کې به یوه ښځه د سترې محکمې د غړي په توګه وګماري.

د مدني ټولنو او د بشرحقونو د مدافعانو له پرله پسې غوښتنو سره سم به ډیر ژر د لومړي ځل لپاره یوه ښځه د افغانستان د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په حیث معرفي شي.

د سترې محکمې د عالي شورا په جوړښت کې د یوې ښځې ګډون د افغانستان په معاصرتاریخ کې سابقه نه لري.

دې نوي پریکړې د بشرد حقونو کارکونکي خوشحاله کړي او وایې چې دا اقدام به د ښځو سره د عدالت په ټينګښت کې مرسته وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون ویاند رفیع الله بیدار ازادۍ راډيوته وویل، د سترې محمکې د غړوپه ترکیب کې د یوې ښځې شتون کولای شي د ښځو د حقوقو د تامین لپاره ډيراغیزناک وي:

″د بشري حقونو ټول فعالین داسې فکر کوي چې د سترې محکمې په ترکیب کې د یوې ښځې شتون ښځو ته عدالت ته د لاس رسي موقع برابروي.

په دې سره به په عدالتي او قضایي نظام د ښځو باور پیاوړی شي او دا به د دوی سره مرسته وکړي چې ښځې عدلي او قضایې ادارو ته رجوع وکړي.″

جمهورریس اشرف غني احمدزي د چهارشنبې په ورځ د چین په شینهوا پوهنتون کې یوې غونډې ته وویل، د اسلام دين ښځو ته د ملکیت او مشارکت پوره حق ورکړی او ډير ژربه یوه ښځه د سترې محکمې د عالي شورا د غړي په توګه معرفي کړي.

په همدې ډول ښاغلي احمدزي ټینګارکړی چې د قاضیانو د ټاکنو مرحله به خپله څاري او له ټولو سره به پخپله مرکې کوي.

د قاضي په حیث د یوې ښځې د ګمارنې د تصمیم په اوریدو د ښځو د حقوقو فعالین خوشحاله شوي خو ټینګار کوې چې جمهوررییس اشرف غني احمدزی باید دا ژمنه عملي کړي.

د ښځو د حقوقو فعاله فتانه ګیلاني وایي، د دې کارله عملي کیدو سره به په قضایي اداروکې د پام وړمثبت بدلونونه راشي:

″موږ هیله کوو چې دا عملي جنبه پیدا کړي او هغه څه چې ډير مهم دي انتخابیدونکي قاضي باید داسې ښځه وي چې تخصص، مدیریت، ظرفیت او اخلاق یې فوق العاده ښه او پاک وي ترڅو اعتماد پیدا شي.

ترڅو داسې نه د ځينو سړیو قضیانو غوندې دا هم ونه شي کولای ګټور کارونه سرته ورسوي.″

د افغانستان د اساسي قانون د ۱۱۸ مادې له مخې ستره محکمه نهه غړي لري چې د جمهوررییس له خوا معرفي کیږي او د ولسي جرګې له تایید وروسته یې یو د قاضي القضات په توګه ټاکل کیږي.

په همدې ډول د افغانستان د اساسي قانون له مخې د سترې محکمې د غړو کاري دوره هم مختلفه ده.

دری غړي یې د څلورو، درې نور یې د اوه او درې نور یې د لسو کلونو لپاره ولسي جرګې ته د باوریا رد رایو لپاره ورپیژندل کیږي.

خو په دې برخه کې د لومړي ځل لپاره د يوې ښځې راتګ به د افغانستان لپاره یوه نوي تجربه وي او دا به لومړی ځل وي چې یوه ښځه د رهبري شورا د اتو نورو غړو سره د قضیو په اړه تصمیم شریکوي.

راپور: یوسف خان

XS
SM
MD
LG