د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

ایسا: د کان کیندنو د پروژو امنیت دې جدي ونیول شي


له چین نه د پانګونې په برخه کې د افغان ولسمشر غوښتنې که څه هم له هرکلي سره مخ شوي خو له پانګونې د ملاتړ اداره د پانګونو لپاره د پوره امنیت غوښتنه کوي.

د دې ادارې رییس وفي الله افتخاري ازادۍ راډیو ته وویل، د امنیتي او سیاسي ستونزو له امله د مس عینک او امو دریا په څېر لويې پروژې په ټپه دریدلي چې حکومت ته په کار ده لومړی د همدغو شته پروژو امنیت ونیسي.

اخوا د جمهور رییس ویاند وايي، افغان حکومت ژمن دی چې د دې پروژو په وړاندې هر ډول ستونزې به هوارې کړي.

که څه هم په افغانستان کې د مس عینک او امو دریا په څېر د چین د دوو لویو پروژو اساسي کارنه دی پيل شوی افغان ولسمشر له چینايي چارواکو غوښتنه کړې چې په دغه هېواد کې ډېره پانګونه وکړي.

په افغانستان کې له پانګونې د ملاتړ اداره وايي، په لومړي سر کې ښه ده چې د شته پروژو پوره امنیت وساتل شي که نه نو پانګه وال د ډېر کار لپاره زړه نه ښه کوي.

د دې ادارې رییس وفي الله افتخار د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، که حکومت د مس عینک او امو دریا په څېر د لویو پروژو امنیت ونیسي دا په خپله پانګه وال هڅوي چې لا زیاتې پانګونه وکړي:

″دا دوه پروژې چې تر اوسه پورې پرې کار نه دی شوی زما په خیال دا تر ډېره حده امنیتي او سیاسي ستونزې دي.

ولسمشر د دغو دواړو پروژو په اقتصادي اهمیت پوهیږي دا د هغه په لومړیتوبو کې ځای لري.

تر څو چې موږه شته پروژې فعاله نه کړو نوي پانګه وال هم بیا زړه نه ښه کوي.″

د افغانستان جمهور رییس چین ته په سفر کې د شینهوا په پوهنتون کې وینا وکړه او چین یې وهڅاوه چې په خپلو کارخانو کې د افغانستان له طبیعي زیرمو کار واخلي.

ښاغلي احمدزي له دې مخکې له یوې لویدیځې رسنۍ سره په مرکه کې هیله وښوده چې چین به له افغانستان سره مرسته وکړي څو دا هېواد د کانونو په برخه کې په یوه صنعتي مرکز واوړي:

″چین د افغانستان د ګازو او کانونو په برخه کې یو ستر پانګه وال دی. موږ هیله من یو چې د چین او نورو هېوادونو د لویو کمپنیو په همکارۍ موږ د کانونو د صنعت په برخه کې د خدماتو په یوه مرکز بدل شو.″

ښاغلي احمدزي د شینهوا په پوهنتون کې هم دې ټکي ته اشاره وکړه چې په یوې ګډې همکارۍ سره به افغانستان وتوانیږي په لسو کلونو کې د مسو او وسپنې په یو ستر صادرونکي هیواد بدل شي.

د چین صدراعظم لې کې ګیانګ له افغان ولسمشر سره په کتنه کې ویلي چې هیواد یې د بنسټیزې بیارغونې،ریل پټلۍ،سړکونو او بریښنا په برخه کې له افغانستان سره همکارۍ ته ژمن دی.

اخوا د جمهور رییس ویاند نظیف الله سالارزي ازادي راډیو ته وویل افغان لوري چینايي چارواکو ته ژمنه ورکړه چې د مس عینک او آمو دریا په څېر د هغوی د لویو پروژو په وړاندې هر ډول ستونزې به هواروي:

″مس عینک دی او بل آمو دریا دی. افغانستان په مشخص ډول ژمنه وکړه چې ژر تر ژره به هر هغه ستونزې چې د دې پروژو په وړاندې موجودې دي رفع کړي. چینايي اړخ هم دا توافق وکړ چې هغوی به چینايي شرکتونه دې ته وهڅوي چې په افغانستان کې لا ډېرې پانګونې ترسره کړي.″

له بلې خوا څیړونکي وايي د دې تر څنګ چې د لویو پروژو لپاره اساسي خبره د پوره امنیت موجودیت دی په تړونو کې یې هم باید شفافیت ته ډېره توجه وشي.

د اقتصادي چاروکارپوه تاج محمداکبر ازادي راډیو ته وویل د کانونو او نورو پروژو له ګټې اخیستنې مخکې دې ته جدي اړتیا شته څو د تړون ضمیموي کارونه په ډاګه او تطبیق شي:

″د دې تر څنګ چې باید په افغانستان کې د پانګونې لپاره امنیت او ثبات تامین شي قراردادونه باید شفاف وي. له بلې خوا هغه مواد چې په قرارداد کې مد نظر نیول شوي په ډاګه شي.″

کارپوهان باوري دي که چین وغواړي له افغانستان سره په اقتصادي او صنعتي برخه کې رښتیني مرسته او همکاري وکړي ډېر ژر به دا هیواد له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودریږي.

چین چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې د افغانستان له بیارغونې سره سلګونه میلیونه ډالره مرسته کړې له افغان ولسمشر سره یې ژمنه کړې چې ۳۳۰ میلیونه ډالره به مرسته ورسره کوي.

د هغه تړون له مخې چې د چین او افغان ولسمشر له خوا لاسلیک شوی ددې پيسو له ډلې یواتیا اعشاریه اته میلیونه یواځې روان کال او پاتې نور تر ۲۰۱۷ میلادي کال پورې افغانستان ته ورکول کیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG