د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

د منځني اسیا یو شمېرسخت دریځو له البغدادي سره خپل بیعت اعلان کړ


د منځني اسیا د هېوادونو یو شمېر سخت دریځو وسله والو د اسلامي دولت په نامه وسله والې ډلې او د هغې له مشر ابوبکر البغدادي سره خپل بیعت اعلان کړی دی.

په ټولنیزو شبکو په خپرې شوې یوې ویډیوکې ښکاره کېږي چې د ازبک جنګیالیو د امام بخاري لوا په نامه دغه وسله وال له بغدادي سره بیعت اعلانوي.

که څه هم چې په ټولنیزو شبکو په خپره شوې وډیو کې یو شمېروسله وال د اسلامي دولت ډلې او د هغې له مشرابوبکر البغدادي سره بیعت اعلانوي خو داسې نه ښکاري چې د ازبک جنګیالیو د امام بخاري لوا په نامه وسله ډله دې له یو مخې له اسلامي دولت سره یوځای شوي وي.

په دې ویډیوکې چې اکتوبر په ۲۹ نیټه خپره شوې دوه ازبک وسله وال وینا کوي.

دا کسان چې ځانونه ابوحفص الازبکي او سعد الازبکې معرفي کوي، وايي چې دوي له ما ورا النهره راغلي دي.

د امام بخاري د لوا وسله وال په سوریه کې په روانه جګړه کې هم ونډه لري او دغلته القاعده پورې تړلې د جبهه النصره وسله والې ډلې په لیکو کې د بشاراسد د رژیم پرضد جنګیږي.

دا ډله په انټرنیټ کې هم فعاله ده او څوځله يې په سوریه کې په روانه جګړه کې د خپلو وسله والو ویډیوګانې خپرې کړي دي.

تراوسه پورې دا روښانه نه ده چې د امام بخاري د لوا یوشمېروسله والو ولې د اسلامي دولت ډلې او د هغې له مشرابوبکر البغدادي سره بیعت کړی خو داسې ښکاري چې د خپل منځني اختلافاتو او په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د پرمختګ په اړه د تبلیغاتو له امله د منځني اسیا دې وسله والو لوری بدل کړی دی.

دا لومړی ځل نه دی چې ازبک وسله وال د اسلامي دولت له ډلې سره یو ځای کېږي تردې مخکې د صبري ډلې په نامه یوشمېروسله والوچې د سوريي په حمص او حما ښارونو کې يې د حکومت پر وړاندې جګړه کې برخه درلوده هم له اسلامي دولت سره خپل بیعت اعلان کړی و.

د اسلامي دولت د وسله والې ډلې په لیکو کې د ازبک جنګیالیو د موجودیت په اړه دا ویډیو په داسې وخت کې خپره شوې چې د منځني اسیا په هېوادونو کې د اسلامي دولت له خوا د متوجه ګواښ او د دغې ډلې د سخت دریځه اډیالوژۍ له امله اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

XS
SM
MD
LG