د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۴

ولسمشر اشرف غني د چېن د پارلمان له ريس ژان سره وليدل


نن چېن ته د افغانستان د جمهورريس د سفردرېيمه ورځ ده. ولسمشر اشرف غني د چېن د پارلمان له ريس ژان دو ژيانګ سره وليدل.

د چېن د پارلمان ريس ولسمشرغني ته د دې هېواد او افغانستان د پارلمانونو ترمنځ د تجربو د شراکت په هکله پېشنهاد وکړ.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي چې، په دې غونډه کې چې د چېن د خلکو په لوی سالون کې وشوه، د چېن د پارلمان ريس د دواړو هېوادونو د پارلمانونو ترمنځ د همکاريو غوښتنه وکړه او وې ويل چې دا به دواړو پارلمانونو ته یو ښه فرصت وي چې خپلې کاري تجربې له یو بل سره شريکې کړي.

نن چېن ته د افغانستان د جمهورريس د سفر درېيمه ورځ ده. سبا به په چېن کې پرافغانستان نړېوال کنفرانس جوړيږي. په دې اړه د افغانستان د ولسمشروياند فايق واحدي ازادي راډيو ته وويل:

″د افغانستان د ريس جمهور د پلان له مخې، ټاکل شوې ده ولسمشر به سبا د چېن پر وخت، د اسيا د زړه د هېوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو يا د استامبول د پروسې په کنفرانس کې، برخه واخلي.

ولسمشربه د افغانستان له خوا په دې مهم سيمه يېز کنفرانس کې وينا وکړي.

په دې وينا کې به ولسمشر پر سيمه يېزو ستونزو او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د همکاريو په اړه خبرې وکړي. ″

همدا راز د چېن د پارلمان ريس وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بايد کلتوري اړيکې هم پراخي شي.

ده وويل، په افغانستان کې د چېنايي پانګه اچوونکو لپاره امنيتي ستونزو ته پام کول ډېره مهمه خبره ده. ده زياته کړه:

″موږ له مالي نظره ستونزه نه لرو خو د چېنايي شرکتونو لپاره د کاري چاپېريال په رامنځته کولو کې د افغانستان همکاري غواړو.″

د افغانستان د جمهوري رياست د اعلاميې له مخې، ولسمشرغني د دواړو پارلمانونو د تجربو د شريکولو د پېشنهاد هرکلی وکړ او د افغانستان د پارلمان په استازيتوب يې د چېن د پارلمان غړيو ته افغانستان ته د ورتګ بلنه ورکړه.

ښاغلي غني همداسې د اصلاحاتو، د افغانستان د زېربيناوو په اړه د ملي پلان او د امنيت د ټينګولو لپاره د افغانستان د نوي حکومت د جدي تصميم په اړه چېنايي چارواکو ته معلومات ورکړل.

XS
SM
MD
LG