د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۴

د څرخي پله د زندانیانو اعتصاب لسمې ورځې ته ورسید


د کابل د څرخي پله زندان یوشمېر بندیان ادعا کوي چې د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب یې لسمې ورځې ته رسیدلی خولاهم د دوی غوښتنې نه دي منل شوي.

یو شمېردغو اعتصاب کونکو نن جمعه ازادۍ راډیوته په ټیلیفون وویل، که چیرته یې غوښتنې مثبتې ځواب نه شي د شنبې له ورځې به د څرخي پله ټول زندانیان اعتصاب پیل کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف ځایونو ریاست د دغو بندیانو ادعاوې بې ځایه بولي او وايي چې د اعتصاب کوونکو د ستونزو د حل لپاره یې لازم اقدامات کړي.

د کابل په څرخي پله زندان کې یوشمېربندیان ادعا کوي چې د خوړو اعتصاب یې لسمې ورځې ته رسیدلی خولاهم د دوی غوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

یو شمېربندیانو د ټیلیفون په کرښه ازادۍ راډیوته وویل یواځې د دې زندان په شپږم بلاک کې اوه سوه بندیانو اعتصاب کړی او په نورو بلاکونو کې له هغې ډلې څلورم او نهم کې هم سلګونه بندیانو اعتصاب کړی دی.

دوی وايي، که یې مشروع غوښتنې ونه منل شي د شنبې له ورځې به د څرخي پله ټول زندانیان په یوه خوله اعتصاب پیل کړي:

″-هیڅ هم تر دا اوسه نه دي شوي هغه یې غر هغه یې کربوړۍ. زما خو خپله دریمه ورځ ده چې ډوډۍ مې نه ده خوړلې د نورو خلکو اتمه ورځ هم کیږي لسمه ورځ یې هم کیږي. بلاک شش مکمل اعتصاب دی، څلورم بلاک کې اعتصاب شته د شنبې ورځې به ټول پلچرخي اعتصاب کوي.″

″- شپږ ورځې مې کیږي چې اعتصاب مې کړی. که ونه منل شي غوښتنې مې نو زه خو مجبوره یم ځان ته به اور واچوم نو.″

دا بندیان وايي، دوسیوته د نه رسیدګۍ او د ولسمشرد فرمانونو د نه عملي کیدو له امله اړشوي چې اعتصاب وکړي.

دوی همدا راز د زندان د چارواکو له چلند شکایت کوي او وايي چې د ناروغه اعتصاب کوونکو پرمخ د کلینکونو دروازې تړل شوي دي.

خو اخوا د کورنیو چارو وزارت د محبسونو او توقیف ځایونو ریاست د اعتصاب کونکو اوسنۍ ادعاوې بې ځایه بولي او وايي چې د دوی د ستونزو د هواري لپاره یې لازم اقدامات کړي دي.

د دې ادارې رییس عبدالعلیم کوهستاني د جمعې په ورځ ازادۍ راډیوته وویل، د بندیانو اعتصاب تېره اوونۍ پای ته رسیدلی او اوس په ګوته شماربندیان ادعاوې کوي چې اعتصاب یې کړی:

″شاوخوا دولس که دیارلس کسان دي چې اعتصاب یې کړی. دا هم هغه کسان دي چې په دوسیو کې یې لږ ځنډ شوی څارنوالۍ او اړوندو محکمو ته دا دوسیې لیږلي دي.

زه بیا هم تکراروم ښه ده چې له نږدې له دې بندیانو سره وګورئ یو څوک چې لس ورځې ډوډۍ ونه خوري خو مري.

دوی یواځې د محبس ډوډۍ نه خوري کوم خواړه چې یې پایوازان راوړي هغه خوري او بیا وايي چې اعتصاب مو کړی او ډوډۍ نه خورو.″

د څرخي پله په زندان کې له دې مخکې هم د ډوډۍ خوړو اعتصاب او له ساتونکو سره د بندیانو د شخړو پيښې شوي دی.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د کار په لومړیو شپو له دې زندانه لیدنه وکړه او له بندیانو سره یې د هغوی د ستونزو په اړه مخامخ خبرې وکړې.

حقوقی کارپوهان وايي د زندانیانو دوسیو ته د رسیدګۍ کار او د هغوی د ستونزو هواری د حکومت قوي ارادې ته اړتیا لري.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG