د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

چين کې د افغانستان پر اقتصادي ثبات خبرې وشوې


په پيکنګ کې د اسیا زړه په نوم د شپاړسو هیوادو د بهرنیوچارو د وزیرانو غونډه چې دافغانستان په اړه د استانبول د کنفرانس په دوام جوړه شوې وه ، نن پاي ته ورسیده.

په دې څلورمه کلنۍ غونډه کې ، د افغانستان ولسمشر اشرف غني د وسله والو طالبانو په ګډون د خپل حکومت پر سیاسي مخالفینو غږ وکړ چې د سولې لپاره په خبرو کې ګډون وکړي .

د چین حکومت نن په پيکنګ کې د افغانستان په اړه د [اسیا زړه] په نوم د شپاړسو هیوادو د بهرنیوچارو د وزیرانو غونډه وستایله او د افغانستان لپاره یې ګټوره وبلله .

چینايي لوري ویلي چې په دې غونډه کې د افغانستان د اقتصادي ثبات لپاره ګڼ شمیر پروګرامونه ومنل شول څو دا هیواد د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته، د خپلې سولې او د ثبات ټینګولو توان ولري.

د چین د بهرنیوچارو وزیر وانګ يې نن [جمعه] خبریالانو ته وویل، د پیکنګ په غونډه کې ګډون کوونکو په افغانستان کې د سوداګرۍ، پانګونې، د زیربنايي تاسیساتو د جوړولو، له طبیعي افتونو سره د مبارزې او د معارف د پراختیا لپاره د څلور شپیته پروګرامونو د پيل موافقه وکړه او دا غونډه یې بریالۍ وبلله .

د چین د بهرنیوچارو وزیر وویل، د افغانستان د سوله ایز پرمختګ لپاره باید د ټولو اړخونو تر منځ سیاسي جوړجاړی وشي او د لانجو سیاسي حل وموندل شي.

وانګ يې وويل: “موږ په افغانستان کې د طالبانو په ګډون پر ټولو خواوو ږغ کوو چې دا موقع خپله کړي، د جګړې مخ واړوي او پر راتلونکي غور وکړي څو ژر تر ژره یو سیاسي جوړجاړی وشي. ټول اړخونه باید د افغانستان د سوله ایز پرمختګ لپاره په خبرو کې وي“

د پیکنګ په غونډه کې د پاکستان، ایران، ترکمنستان ، تاجکستان او قرغزستان په ګډون، د زیات شمیر هیوادونو استازو ، په کابل کې د ملګرو ملتونو خاص استازي یان کوبیش او د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي دانیل فیلدمن ګډون درلود.

ولسمشر غني په افغانستان کې د سولې ټینګول د خپل حکومت تر ټولو عمده لومړیتوب وبلل او دولت سیاسي مخالفینو، په خاص ډول طالبانو ته یي بلنه ورکړه چې په افغانې مذاکرو کي ګډون وکړي.

د چین صدراعظم لیي قیقیانګ هم د افغانستان د دولت پر سیاسي مخالفانو ږغ وکړ چې پخوانۍ دښمنۍ یوې خواته کړې او د سیاسي پخلاینې له عملیې سره یوځاي شي.

د افغانستان د بهرنیوچارو وزیر ضرار احمد عثماني وویل چې د دې هیواد درې نیم لکه کسیز پوځ تیار دی چې د روان میلادي کال تر پاي وروسته ، د خپل هیواد امینت ټینګ کړي. عثماني له تروریزم سره په مبارزه کې د سیمې د همکارۍ غوښتنه وکړه:

“د تروریزم پر ضد جګړه د فغانستان د ملي وحدت حکومت لپاره تر ټولو حساسه اومهمه مسله ده . د تروریزم له منځه وړل بې له شکه، سیمیزې او نړیوالې همکاري ته اړتیا لري“

عثماني څرګنده کړه چې د افغانستان نوي فیصده خاوره د افغان امنیتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده او راتلونکی ګام به د ټول هیواد د امنیت د مسولیت اخیستل وي.

د چین صدراعظم لي کیکیانګ وویل چې د افغانستان پر دې قابلیت ډاډ لري چې خپلې ستونزې هوارولای شي او د دې هیواد ګاونډیو ته هم ښايي چې د افغانستان په کورنیوچارو کې لاسوهنې بندې کړې او د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي دانیل فیلد من چې د پيکنګ په غونډه کې وو، هم له ولسمشر اشرف غني سره خبرې کړې دي. خو د ولسمشر د دفتر په خبر پاڼه کې د دې خبرو جزیات نه دي خپاره شوي.

خبر پاڼه وايي چې ولسمشر غني له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتلو او د امنیت ټینګښت ته په اشاره ، په سیمه کې د اتحاد او د همکارۍ د پراختیا لپاره د سیمیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

رپوټونه وايي، سره له دې چې امریکا او چین د اسیا – پسفیک په هیوادو کې د نفوذ د پراختیا لپاره سیالي لري، متحدو ایالاتو د افغانستان له چارو سره د مرستې لپاره د چین د هڅو د زیاتیدو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG