د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

چین د سولې په اړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ غونډه جوړوي


داسې احتمال شته چې چين د سولې د مذاکراتو په هدف د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ غونډه جوړه کړي.

د داسې يوې غونډې پېشنهاد چين ته د افغان ولسمشرپه وروستي سفرکې مطرح شوی وو.

ويل کيږي د افغانستان، پاکستان او طالبانو استازي به په دې غونډه کې ګډون کوي.

په هغه کارکې چې نور تراوسه بريالي نه شول، د چین د برياليتوب نښې ډېرې لږ ښکاري خو دا کار د افغانستان په اړه د چين د رول څرګندونه کوي.

د جمهورريس غني د يوه سلاکار په وينا، په دې اړه د چين له خوا تراوسه کوم رسمي اعلان نه دی شوی ځکه چې د جمهور ريس غني وخت پکاردی ترڅو وګوري چې ايا پاکستان او طالبان په داسې يوه غونډه کې ګډون کول غواړي او که نه.

چین پېشنهاد کړی دی چې د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو لپاره یوه غونډه جوړه کړي.

د افغانستان په اړه د ګاونډي هېواد چين دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې چين په خپله د اسلامي سخت دريځو له تهديد سره مخامخ دی.

د هغو اسنادو پربنسټ چې د رويټرز خبري اژانس لاس ته ورغلي دي، چين د سولې او پخلاينې لپاره د يوې غونډې جوړولو پېشنهاد کړی دی چې په کې به د افغانستان، پاکستان او طالبانو استازي ګډون کوي.

د چین دغه پلان د استانبول د پروسې په غونډه کې مطرح شو چې د افغان ولسمشرغني د وروستي سفر پرمهال په چين کې جوړه شوې وه.

دا پېشنهاد په داسې حال کې مطرح کيږي چې د امریکا په مشري جنګي ځواکونه د روان کال ترپايه له افغانستانه وځي.

د طالبانو او القاعده د له منځه وړلو په هدف پرنظامي هلوځلو سربېره اوس هم سخت دريځي د افغانستان لپاره يو لوی خطر دي او پر ملکي او نظامي اهدافو بريدونه کوي.

مخکې هغه هلې ځلې چې دا سخت دريځي د سولې د بهير برخه کړي، بې نتيجې ثابته شوي دي.

داسې نه ښکاري، په هغه کارکې چې مخکې نور په کې پاته راغلي دي، چين بريالی شي خو د افغانستان د سولې د بهیرلپاره د چین هڅې د چين د پراخ رول څرګندونه کوي.

د افغانستان په ثبات کې د چين د رول په اړه يو امریکايي کارپوه، بارنیټ روبين ازادۍ راډيو ته وويل:

″چينايان په خپله غواړي په دې اړه د نورو توقعات کم کړي. هغوی نه شي کولای پاکستان خپلې اصلي پاليسۍ بدلولو ته اړ کړي. خو مهمه خبره دا ده چې د چين او پاکستان د حکومتونو ترمنځ د اعتماد يوه رابطه شته او تر دې لا هم مهمه خبره دا ده چې د دواړو هيوادونو د پوځ او استخباراتي ادارو تر منځ هم د اعتماد اړيکي شته.

نو ځکه که چين هغه پېشنهادونه ولري چې امريکا به يې ولري، د دې احتمال ډېردی چې پاکستان يې ومني او ورباندي شکمن نه شي.″

د ريس جمهورغني د یوه سلاکارپه وينا، په دې اړه د چين پېشنهاد تراوسه په رسمي توګه نه دی اعلان شوی ځکه چې د ولسمشرغني ګوري چې ايا طالبان او پاکستان په داسې غونډه کې ګډون کول غواړي او که نه.

د جمهورريس غني سلاکار داود سلطانزوی رويټرز خبري اژانس ته ويلي چې دا اقدام ډېرمهم دی او اعلان به يې په يوه مناسب وخت کي وشي.

چين له افغانستان سره يوه ډېره محدوده غريزه پوله لري خو د چين اندېښنه د دې هېواد د اويغور وګړو له کبله ده چې غواړي د شنجن په لويديځه سيمه کې خپلواک حکومت جوړکړي او له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو فرصت د ځان په ګټه وکاروي.

XS
SM
MD
LG