د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

دفاع وزارت د شپې عملیات له سره پیلوي


د افغانستان د دفاع وزارت، د شپې عملیات له سره پیلوي او په دې برخه کې یو لړهغه محدویتونه لیرې کوي چې په تیر حکومت کې لګیدلې وو.

د دې وزارت چارواکې وايي، د افغانستان د ملي امنیت شورا د دا ډول عملیاتو لپاره د یو مکانیزم پر جوړولو کارکوي دوی به د همدې مکانیزوم پر بنسټ پوځي عملیات تنظیم کړي.

د حامد کرزي په مشرۍ په تیرحکومت کې د عامو افغانانو یولړ اعتراضونه د دې سبب شول چې افغان حکومت د شپې له خوا پر عملیاتو یو لړمحدویتونه ولګوي. خو اوس د دفاع وزارت وايي دا ډول عملیات له سر پیلوي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي ازادۍ راډیوته وویل چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د دا ډول عملیاتو لپاره پریوه کړن لاره کارکوي، چې په راتلونکي کې به د افغان امنیتي ځواکونوعملیات د همدې کړن لارې پربنسټ ترسره شي خود نوموړې په وینا اوس دا عملیات روان دي:

″دا مهال زموږ لومړیتوب ته په پام چې د ولسي خلکو خوندیتوب دی، موږ دې عملیاتو ته دوام ورکوو. طبعا کله چې کړن لاره یا مکانیزم جوړشي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا پرې کار کوي، وروسته به موږد همدې کړنلارې پر بنسټ خپل عملیات تنظیم کړو.″

ښاغلي عظیمي وايي چې د شپې له خوا د عملیات د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ترسره کېږي او له بهرنیو ځواکونو سره ګډ عملیات نه دي. خو نوموړی یادونه وکړه چې د اړتیا پرمهال د بهرنیوځواکونو له هوايي ملاتړ او استخباراتي معلوماتو ګټه اخلي.

د شپې له خوا په عملیاتوکې د ولسي مرګ ژوبلو د اندېښنې په اړه د افغانستان د دفاع وزارت ویاند وویل، د نورو پوځي عملیاتو په مقایسه د شپې له خوا عملیات د ولسي خلکو د مرګ ژوبلې له پلوه ډیره خوندي وي.

د افغانستان د امنیتي چارو کارپوه اسدالله ولوالجي وايي چې د شپې له خوا عملیات اصلا په یومخ نه وو بند شوي بلکې له یو لړ محدویتونو سره یې دوام درلود.

نوموړي د دې ډول عملیاتو د موثریت په اړه ازادۍ راډیوته وویل:

″د شپې د عملیاتو ګټه دا ده چې، د خلکو تګ راتګ نه وي، په دې خاطردا عملیات افشا کېږي نه او ولسي خلکو ته په کې زیان هم نه اوړي.

دریمه خبره دا ده چې دا مهال د افغانستان ځانګړي امنیتي ځواکونه چې د دفاع وزارت، پولیسو او نورو امنیتي ادارو په چوکاټ کې دي، د شپې د لید او مخابرو او نورو پرمختللو وسیلو سنبال دی.

نو دا ډول عملیات د افغانستان په څیرچریکو جګړوکې ترټولو بریالي عملیات دي.″

د افغانستان د دفاع وزارت په داسې حال کې د شپې له خوا د عملیاتو د بیا پیل خبره کوي چې په دې وروستیو کې په ښارونو کې د وسله والو طالبانو له خوا ځان وژونکې بریدونه او چاودنې زیاتې شوي دي.

د ولسمشرحامد کرزي د ولسمشرۍ په دوره کې د شپې عملیات په ځانګړې توګه هغه عملیات چې د بهرنیو ځواکونو له خوا ترسره کېدل، د خلکو د اعتراضونو یو لوی سبب وو.

له همدې کبله د شپې له خوا پر عملیاتو یو لړ محدودیتونه ولګول شول.

اوسني افغان ولسمشراشرف غني تراوسه خپله په دې اړه څه نه ويلي.

د څارونکو په باورکه د شپې له خوا عملیات په غور او دقت خپله افغان امنیتي ځواکونه ترسره کړي او د افغانستان د ملي امنیت شورا ورته یو عملیاتي کړن لاره جوړه کړي، نو ښايي تر ډیره افغان امنیتي ځواکونوته د مخالفو وسله والو پرضد روانه جګړه کې د مرستې لاس ورکړي.

XS
SM
MD
LG