د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

"د تورخم د ګمرک، ان د دفتر پیاده ګان هم په اداري فساد کې ښکلیل دي"


د تورخم د ګمرک یو چارواکي په دغې اداره کې د پراخه فساد خبر ورکوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې رپوټ وايي، دغه چارواکې چې د خپل نوم له اخیستو یې ډډه کړې وايي، په ګمرک کې یې د وظیفې تر لاسه کولو لپاره لس کاله پخوا یوه لوړ رتبه چارواکي ته پنځه زره ډالر ورکړي.

هغه ویلي دي چې تنخواه یې یو نیم سل ډالرکېږي خو د میاشتې ځانته شاوخوا څلور زره ډالر جوړوي.

د نیویارک ټایمزورځپاڼي خبریال لیکي، ځیني خلک داسې فکر کوي چې دغسې چارواکې د سرو زرو په کرسیو ناست دي. رپوټ وايي، دغو کسانو ته په ګمرک کې د فساد له کبله سختې پیسې لاس ته ورځې.

د تورخم د ګمرک یوه چارواکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال ته ویلي چې د خپلې وظیفې لپاره یې چې دومره اوچته هم نه ده لس کاله پخوا یو اداري چارواکي ته پنځه زره ډالر رشوت ورکړي.

هغه وايي، دغسې وظیفې اوس په پنځلسو زرو ډالرو دي او د ترلاسه کولو لپاره يي سیاسي واسطو ته اړتیا هم وي.

دغه چارواکې ویلي چې تنخواه یي یونیم سل ډالرو ته رسیږي خو د میاشتې څلور زره ډالر ځانته جوړوي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، دغه چارواکې له دې ویرې چې خپله وظیفه له لاسه ورنه کړي خپل نوم نه دی ښودلی.

هغه ویلي چې د تورخم د ګمرک تقریبا ټول چارواکي او ان د دفترپیاده ګان په اداري فساد کې ښکېل دي.

هغه ویلي دې چې یو سوداګرچې په ۸۵ لاریوکې یې جامې وارد کړې څو ورځې مخکې یې د تورخم د ګمرک چارواکو ته په هرې لارۍ ۱۴۰۰ ډالر رشوت ورکړ.

چارواکې وايي، د دغو پیسو څخه نهه سوه ډالرد ګمرک رییس او دوه نیم سوه یې د کمیشن کارجیب ته ولاړې او پاتې یې نورو چارواکو په خپل منځ کې وویشلي.

د تورخم د ګمرک عمومي مدیربشیراحمد سادات په ګمرک اداري فساد ردوي:

″تورخم محصول نه شي اخیستلای. تورخم P1 فورمه ترتیبوي مقصدي ګمرک ته یې لیږي.

مقصدي ګمرک کې موږ تشریحي مامورین لرو چې هغلته موټر ودریږي په برنډوکې هغوته تخلیه کېږي.

ما تاسو ته وویل چې موږمحصول نه اخلو صرف نظارت نامه هغوی ته ترتیبوو. محصول اخستل د هغوی کار دی.″

حاجي بریالی ګردیوال د ننګرهار د ګمرکاتو د ریاست مرستیال هم اداري فساد نه مني. هغه وايي په ګمرک کې د فساد ادعا د پاکستان، ایران او چېن د استخباراتو کار دی.خو سوداګر وايي، د تورخم په ګمرک کې فساد شته.

د افغانستان د سوداګري او صنایعو د خونې د نړېوالو اړیکو ریس اذرخش حافظي ادعا کوي چې د تورخم د ګمرک د عایداتو څخه یواځې یو وکېل چې نوم یې نه اخلي ۳۶۵ میلیون ډالر ترلاسه کړي:

″د هېواد مالیه وزیر خپله وویل چې همدا ۳۶۵ میلیون ډالر د پارلمان یو وکېل د تورخم له عایداتو ترلاسه کړي.

۳۶۵ میلیون ډالر کمې پیسې نه دي. هغه هم د یوه بې وزلي او نادار هېواد افغانستان لپاره چې ګدايي کوي.″

ښاغلی حافظي انتقاد کوي چې مالیې وزارت د مالیاتو د ټولولو په برخه کې سپین چلند نه دی کړی.

خان جان الکوزي، د افغانستان د سوداګري او صنایعو د خونې مرستیال نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي دي چې والیان، وزیران، سوداګر او بیروکراتان ټول په اداري فساد کې دخیل دي.

ګل مقصود ثابت، د مالیې په وزارت کې د عوایدو او ګمرکاتو د څانګې مرستیال په ګمرکونو کې ستونزې نه ردوي خو وايي چې پراخ فساد نشته.

د اداري فساد د مخنیوي د ادارې پخواني مشرعزیزالله لودین هم د تورخم په ګمرک کې د شاوخوا ۸۳۰ میلیونو افغانیو د اختلاس خبره کړې وه او ویلي وو چې د دغو پیسو حساب نه دی معلوم.

XS
SM
MD
LG