د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

په سوریه کې ازبک وسله والې ډلې له افغان طالبانو سره خپل پیوستون اعلان کړ


په سوریه کې سترې ازبک وسله والې ډلې د افغانستان له له طالبانو سره خپل پیوستون اعلان کړی او د دې ډلې مشر ملاعمر ته یي د وفادارۍ لوړه وکړه.

د سوریې په حلب ولایت کې د امام بخاري جماعت په نامه ډلې یوه ویډیوخپره کړې او د افغانستان د طالبانو له مشرملاعمرسره یي د پیوستون اعلان کړی دی.

تر اوسه د دې ویډیو اصلیت نه دی تائید شوی، خو د امام بخاري جماعت په ویب پاڼه کې خپره شوې ده.

د دې ډلې په ویب پاڼه کې ډیری وختونه د جګړو ویډیوګانې او تصویرونه خپریږي.

د امام بخاري جماعت ډلې وروسته له هغې له طالبانو سره د پیستون ویډیو خپره کړه چې د اسلامي دولت ډلې په خبري رسنیو کې د یوې ازبک ډلې تصویرونه خپاره کړل چې ښیې یو شمېر وسله والو چې ځانونه یي د امام بخاري جماعت ډلې غړي بلل، د اسلامي دولت مشرابوبکر البغدادي ته بیعت کوي.

د امام بخاري جماعت په ویډیوکې د دې ډلې مشرچې نوم یي شیخ صلاح الدین ښودل شوی، خپلو پلویانو ته په وینا کې، په سوریه کې د ازبک وسله والو او د افغانستان او پاکستان د طالبانو ترمنځ په نږدي اړیکو رڼا اچوي.

د ویډیو په کتنې دا پوښتنه پیدا کېږي چې دې ډلې له اوږدې مودی راهیسې د افغانستان له وسله والو سره اړیکې درلودل، څنګه له افغانستانه د سوریې حلب ولایت ته ولاړل.

دي ډلې په ویډیو کې ویلي، د امام بخاري جماعت ډله د افغانستان د اسلامي امارت په اجازه جوړه شوې او وروسته سوریې ته تللي ده.

دا هم ویل کېږي چې د دې ډلې مشرصلاح الدین ډیره موده په افغانستان کې پاته شوی او په ویډیوکې یي ویلي چې سوریې ته له تلو مخکې یي د حقاني شبکې له مشرسراج الدین حقاني او نورو جګ پوړو طالب مشرانو سره کتلي دي.

خو ګلف ټایمز ورځپاڼې په سپتمبرمیاشت کې له یوه جګ پوړي طالب مشرسره مرکه خپره کړې وه او هغه په کې ویلي و چې د دوي رسمي پالیسي دا ده چې له افغانستانه بهربه هیڅ ځای ته وسله وال نه استوي.

له بلي خوا د خلکو له انتظاراو توقع پرته، د ازبکستان اسلامي غورځنګ چې د ۱۹۹۰ لسېزي راهیسي له طالبانو او القاعده شبکې سره ټینګ اړیکې لري، څو ورځې وړاندي يي د اسلامی دولت له ډلې سره خپل پیوستون اعلان کړ.

د ازبکستان اسلامي غورځنګ وسله وال له ۱۹۹۰ لسيزی را دي خوا په پاکستان او افغانستان کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG