د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

دوستم: وسله وال مخالفین د هېواد دننه په ځینو کړیو کې نفوذ لري


د جمهوري ریاست لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم وایي، هغه کسان باید وپیژندل شي، چې د حکومت له وسله والو مخالفینو سره د حملو په عملي کولو کې مرسته کوي.

جنرال دوستم نن د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د انتحاري حملې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې د امنیت د ټینګښت لپاره به جدي اقدامات کوي.

د کابل امنیتي مسولین هم تایيدوي، چې ځیني کورنۍ کړۍ د حکومت له وسله والو مخالفینو سره مرسته کوي.

د جمهوري ریاست لومړی مرستیال وایي، د امنیت د ټینګښت لپاره باید هغه کسان په ګوته او د قانون منګولو ته وسپارل شي، چې له طالبانو سره د حملو په عملي کولو کې مرسته کوي.

جنرال عبدالرشید دوستم د سې شنبې په ورځ د کابل د نهمې امنیتي حوزې اړوند د انتحاري حملې په سیمه کې خبریالانو ته وویل، چې د حکومت وسله وال مخالفین د هېواد دننه په ځینو کړیو کې نفوذ لري.

ښاغلي دوستم وویل، چې د بهرنیو یوه شرکت ته د موټر په وسیله د چاودیدونکو موادو ننویستل به وڅیړل شي او عاملین به یې معلوم شي:

″ما ټولو امنیتي برخو ته دنده ورکړه، دوی به ټوله پیښه څیړي او راپور به یې د امنیت شورا ته وړاندې کړي، حمله کوونکي په ځينو پلورل شوو کسانو کې نفوذ لري، چې دوی ته لارې ګودرې ورښيي، که دوی سره دا مرسته ونه شي، څنګه دارلامان او هوایي ډګر ته ځان رسوي، دا کسان به سزا وویني.″

د ارت په نوم د بهرنیو په یوه شرکت کې د سې شنبې ورځې په موټربم حمله کې د شرکت دوه افغان سرتیري ووژل شول او یو بهرنی وګړی ټپی شو.

د حکومت وسله والو مخالفینو دې شرکت ته چاودیدونکي مواد په هغه باروړونکي موټر کې انتقال کړي، چې دې شرکت ته یې ساختماني مواد وړل.

د دې حملې مسولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی.

له دې دوه ورځې وړاندې د کابل د دارلامان په سړک د ولسي جرګې د غړې شکریې بارکزۍ پر موټر انتحاري حمله وشوه، چې درې کسان په کې ووژل شول او د میرمن بارکزۍ په ګډون څه باندې شل کسه په کې ټپیان شول.

د تیرې اونۍ د یکشنبې په ورځ د کابل د امنیې قومندانۍ دننه انتحاري حمله وشوه، چې د امنیې قومندانۍ د دفترامر په کې ووژل شو او څو نور په کې ټپیان شول.

د کابل امنیې قومندانۍ جنرال ظاهر ظاهر هم وايي، چې یو شمېرکسان په کابل کې له طالبانو سره د هغوی د حملو په عملي کېدو کې مرسته کوي:

″یو شمېر، خاینې، جنایتکارې او جاسوسې کړۍ په دننه کې له دوی سره همکاري کوي، دا ددې لپاره کېږي، چې امنیتي ځواکونه وځپي، د کابل د سه شنبې ورځې په حمله کې هم له شک پرته داسې څوک لاس لري، چې نفوذ لري او تر دې ځآیه ورته لارښونه شوې.″

په کابل کې د ناامنۍ پیښې په داسې حال کې زیاتې شوي، چې د ښار په څلورو دروازو کې د امنیتي ځواکونو له خوا کلکه تلاشي کېږي.

د امنیتي چارو یوشمیر څیړونکي بیا وایي، چې حکومت باید دداسې پیښو د مخنیوي لپاره د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي زیاته او استخباراتي وړتیا لوړه کړي.

دوی وایي، د کابینې په جوړیدو کې ځند هم په ادارو کې یوه قانوني خلا رامنځ ته کړې او له دې سره امنیتي پیښې زیاتې شوي دي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG