د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۹

مشرف: په افغانستان کې دې هند او پاکستان له نیابتي جګړې لاس واخلي


د پاکستان پخواني ولسمشر پرویز مشرف اندیښنه څرګنده کړه چې له افغانستانه به د راتلونکې میاشت ترپایه د پاتې ۳۴۰۰۰ بهرنیو ځواکونو له وتلو سره امنیتي خلا رامنځته شي.

پرویزمشرف په کراچۍ کې له خپل کوره چې په کې نظربند دی فرانس پریس اژانس ته په مرکه کې وویل چې د دغې امنیتي تشې پرسرباید نوی ډیلي او اسلام اباد سیالي ونه کړي، کنه حالات به ډیرخراب شي.

د پاکستان پخواني واکمن پوځي مشرخبرداری ورکړچې له افغانستانه د بهرنیوځواکونو تر وتلو وروسته دې هند او پاکستان په افغانستان کې په نیابتي جګړې لاس نه پورې کوي.

یو اویا کلن مشرچې په ۱۹۹۹ کال کې یې د کودتا له لارې واک ترلاسه کړپه ورته وخت کې له فرانس پریس اژانس سره په مرکه کې د افغان ولسمشراشرف غني ستاینه وکړه.

اشرف غني تیره اونۍ پاکستان ته په دوه ورځني رسمي سفر ولاړڅو د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکي ښه شي.

فرانس پریس اژانس لیکي، د روان میلادي کال ترپایه د امریکا په مشرۍ بهرني محارب ځواکونه له افغانستانه وځي، نو په داسې حال کې د افغانستان د سولې له بهیره د پاکستان ملاتړ ډیرمهم دی، خو پخوانی جنرال مشرف وایي، د پاکستان لپاره خطرناکه خبر داده چې هند په افغانستان کې نفوذ ولري، د مشرف په باور دغه اغیز د ټولې سیمې لپاره خطرناکه دی او د پاکستان لپاره ځکه خطرناکه دی چې د دې مفهوم دا دی چې د پاکستان پرضد داسې کیږي او هند غواړي چې د پاکستان یو مخالف افغانستان رامنځته شي.

په اټمي وسلو سمبال هند او پاکستان له اوږدې مودې راهیسې یو بل تورنوي چې په افغانستان کې یې د خپل نفوذ د پراختیا لپاره نیابتي جګړه پیل کړې ده.

پرویزمشرف فرانس پریس اژانس ته وویل، که چیرته هند په افغانستان کې ځیني عناصر استعمالوي، نو پاکستان به هم بیا هلته له خپلو عناصرو کار اخلي. چې په دې ډول به په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل شي.

پرویزمشرف هند ملامته کړ چې د پاکستان په جنوب لویدیځ کې په بلوچستان کې د بیلتون غوښتونکو یاغیانو ملاتړ د هغو روزنیزو کمپونو له لارې کوي چې د افغانستان په جنوب کې یې جوړ کړې دي.

پخواني افغان ولسمشرحامد کرزي بیا بیا پاکستان ملامتاوه چې په افغانستان کې د هند د نفوذ د مخنوي لپاره په پټه د طالبانو ملاتړ کوي.

پاکستان دا تورنه رد کړې دي خو پاکستان له هغو دریو هیوادو څخه یو و چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې یې د طالبانو رژیم په رسمیت پیژندلی و.

مشرف حامد کرزی ملامته کړ، چې له وړو کارونو سره یې ستراتیژیکې ستونزې پیدا کولې، لکه د روزنې لپاره هند ته د افغان پوځي افسرانو استول.

اشرف غني او صدراعظم نوازشریف د جمعې په ورځ ژمنه وکړه چې د کلونو ترخه روابط به ښه کوي او ولسمشرغني خو وویل چې د دو ورځو خبرو د دیارلس کاله اختلافات لرې کړل.

XS
SM
MD
LG