د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۵

عبدالله: له طبیعي پېښو سره د مبارزې په جوړښت دې له سره کتنه وشي


د افغان حکومت اجراییوي رییس ټینګار کوي چې د طبیعي پېښو له امله د راولاړو شویو خطرونو او زیانونو د کموالي لپاره باید اساسي اقدامات وشي.

عبدالله عبدالله دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طبیعي پېښود خطرونو د کموالي د نړېوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وکړې.

په عین حال کې د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي اراده وايي، هڅې یې پیل کړي چې د طبیعي پېښو له امله د رامنځ ته شویو خطرونو مخه ونیسي.

د افغانستان د حکومت اجراییوي رییس وايي، اړتیا ده چې له طبیعي پېښو سره د مبارزې په جوړښت له سره کتنه وشي.

عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طبیعي پېښو د خطرونو د کموالي د نړېوالې ورځې په نمانځ غونډه کې وویل، په هېواد کې د طبیعي پېښو له امله د راولاړو شویو زیانونو او خطرونو کموالی د حکومت په لومړیتوبونو کې ځای لري.

هغه وویل، د دې ستونزې د حل لپاره باید اساسي لارې چارې ولټول شي:

″د طبیعي پېښو او پېښو د کمښت لپاره باید اساسي اقدامات ترسره شي، اړینه ده چې موږ طبیعي ته په ځواب ورکوونکو جوړښتونو له سره کتنه وکړو، د دې ټولو ستونزو لپاره میاشتې او کلونو پر وړاندې لرو باید اساسي لارې چارې ورته ولټول شي.″

ښاغلي عبدالله له ملګروملتونو او نورو نړېوالو مرسته کوونکو بنسټونو وغوښتل چې د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې ملي ادارې د پیاوړتیا لپاره همکاري وکړي.

عبدالله عبداالله زیاته کړه، د طبیعي پېښوله رامنځ ته کېدو وړاندې باید د دې پېښو لپاره جدي او د پام وړ تدابیر ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د ادارې د معلوماتو له مخې د روان لمریزکال د پیل په لومړیو ۷ میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونوکې طبیعي پېښوله اوو سوه څخه زیات کسان وژلي او له سلو زیات یې ټپیان کړي دي.

خو یاده اداره وايي چې د ژمي په موسم کې د طبیعي پېښو د رامنځ ته کېدو مخنیوي ته یې پوره چمتوالی نیولی.

د افغانستان له طبیعي پېښو سره د مبارزې د اماده ګۍ د ملي ادارې مشرمحمد دایم کاکړ وايي، د کافي بودجه نشتوالی د دې سبب شوی چې دوی په خپل وخت سره له طبیعي پېښوڅخه د راولاړو شویو خطرونو او زیانونو پر وړاندې د پام وړ اقدامات وکړي:

″تر هغه ځایه چې د افغانستان په حکومت توان کې دی او هغه بودجه چې موږ ته یې راکوي او هغه بودجه چې بېلابېلې موسسې یې لري انشاالله موږ کولای شو تر یوې اندازې پورې او په یوه زیاته فیصدي او حتی د تېرکال په پرتله ډېء اجرات وکړو، موږ کافي بودجه نه لرو چې له لاوړندې ټول تدابیر ونیسو.″

د چاپریال ساتنې یو شمېرکارپوهان په دې باوردي چې د طبیعي پېښو د خطرونو د مخنیوي لپاره باید نوي طرزالعملونه رامنځ ته او په دې برخه کې جدي تدابیر ونیول شي.

دوی ټینګارکوي چې په ټول هېواد کې لا د مخه باید زیانمن کېدونکې ځایونه په نښه او د بهبود لپاره لازم پروګرامونه تطبیق شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG