د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

افغان بازارونه له قاچاقي درملو ډک دي


په افغانستان کې د اداري فساد ضد د څار او ارزونې خپلواکې کمیټې د افغانستان پر ولسمشراشرف غني غږ وکړ چې دولتي ادارې له هغو کسانو پاکې کړي چې په اداري فساد ککړې دي.

د دغې خپلواکې کمیټې مشره ایوا جولي، فرانسوۍ ده.

دې فرانس پریس اژانس ته وویل چې اشرف غني له اداري فساد سره سخت مخالف دی، دی پوهیږي چې اداري فساد د افغانستان د پرمختګ مخه نیسي او د سولې مخه ډب کوي.

ایوا جولي زیاته کړه چې په افغانستان کې پکارده چې د حامد کرزي له لوري په تاسیس شوې اداره کې ژور بدلون راشي.

د اداري فساد د څار او ارزونې خپلواکه کمیټه بریتانیا او ډنمارک تمویلوي، دغې کمیټې د چهارشنبې په ورځ د اداري فساد په ارتباط په افغانستان کې د غیرقانوني او قاچاقي درملو په اړه یو راپور خپور کړ.

د دې راپورله مخې د افغانستان په بازارونو او درملتونونو کې نیمايي درمل یا قاچاقي دي او یا هم له سټنډرډ سره سم نه دي او په پاکستان کې په ټیټ کیفیت جوړیږي.

د اداري فساد ضد د څار او ارزونې د خپلواکې کمیټې په راپور کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو ویل شوې دي چې په پاکستان کې شاوخوا ۳۰ کمپنۍ د افغانستان لپاره بې کیفیته درمل جوړوي چې د دغو کمپینو درمل په پاکستان کې نه پلورل کېږي ځکه چې د پاکستان حکومت یې په معیار برابرې نه ګڼي.

د اداري فساد ضد د څار او ارزونې د خپلواکې کمیټې اجرایي رییس احمد راشد بهروز ازادي راډيو ته وویل:

″د دغو درملو لویه برخه زموږ په ګاونډي هېواد پاکستان کې تولیدیږي چې پرې لیکل شوې دي چې یوازې د افغانستان د صادراتو لپاره دي. په ورته وخت کې بله ستونزه د بازار کنټرول دی چې په دې برخه کې د عامه روغتیا د وزارت ستونزه ده، دوی د دې ښه څارنه نه کوي.″

راشد بهروز زیاته کړه چې د دوا په برخه کې فساد تر دې بریده دی چې یو رنګ دوا په بازار کې دوه نرخه لري چې دغه قیمتونه په سلګونو برابره توپیر لري.

د عامه روغتیا وزارت بیا دا خبره نه مني چې بازار نه شي کنټرولوی، خو وایي چې د درملو د قاچاق مخه نه شي نیولی.

د عامه روغتیا د وزارت ویاند کنشکا ترکستاني وویل:

″درملتونونه او زیرمتونونه، تفتیش کیږي او د تفتیش په ترڅ کې که چیرته موږ داسې درمل ووینو چې بې کیفیته دي یا له غیرقانوني لارو هیواد ته وارد شوي دي نو ضبط کیږي.″

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د کال د ۸ سوه ملیون ډالرو په ارزښت درمل پلورل کیږي.

په افغانستان کې د خرابو درملو موجودیت افغانان اړ کړې دي چې کله ناکله د عادي ناروغیو لپاره هم پاکستان، هند او نورو هیوادو ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG