د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

راحيل شريف له امريکايي چارواکيو سره په خبرو بوخت دى


د پاکستاني پوځ مشر جنرال راحيل شريف د امريکا په متحده ايالاتو کې د دې هېواد له يو شمېر سياسي او پوځي مقاماتو سره د افغانستان او د سيمې پر عمومي امنيتي وضعيت خبرې کړي.

راحيل شريف، چې په يوه رسمي سفر د يکشنبې په ورځ امريکا ته تللى، د چهارشنبې په ورځ د دې هېواد د دفاع په وزارت پېنټاګون کې له يو شمېر امريکايي پوځي چارواکيو سره په وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په ګډون، په يو شمېر نورو موضوعاتو هم خبرې کړي.

د پاکستاني پوڅ د مشر تر دندې پيلولو وروسته امريکا ته دا د راحيل شريف لومړى سفر او همداراز او په تېرو څلورو کلونو کې دا لومړى ځل دی چې دومره لوړ رتبه پاکستانی پوځي چارواکى امریکا ته ځي.

جنرال شریف په داسې حال کې امریکا ته ځي چې د ډيورنډ کرښې ته څېرمه په قبایلي سيمو کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو ډلو پرضد د پاکستاني پوځ د عملیاتو له امله، د اسلام اباد او واشنګټن روابط يو څه ښه شوي دي.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو له مخې، جنرال شريف له امريکايي چارواکيو سره په ليدنه کې په ځانګړې توګه د افغانستان په امنيتي وضعيت او همداراز په شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو په اړه خبرې کړي.

امريکايي چارواکيو په سيمه کې د سخت دريځه وسله والو او ترورېستي ډلو د له منځه وړلو په تړاو د جنرال راحيل شريف هڅې وستايلې او نوموړي ته يې يو ميډال هم ورکړ.

جنرال راحیل شریف پر ۲۰۱۳ م کال د پاکستاني پوځ لوى درستیز شو. د ده ترټاکل کېدو مخکې، د پاکستان د پوځ پر مشر نيوکې زیاتې وې او دې مسالې چې د پاکستان پوځ د هغو اسلامپالو ډلو پرضد جدي اقدام نه کوي چې له هغه ځایه په افغانستان کې د امریکا او ناټو پرځواکونو حملې کوي، د واشنګټن او اسلام اباد روابطپېچلي کړي وو.

جنرال شريف په داسې حال کې په امريکا کې ددې هېواد له چارواکيو سره کتلي، چې په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز د دوشنبې په ورځ له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو، چې دوى يواځې د هغو وسله والو پر ضد ګامونه اخلي، چې د پاکستان په ضد کار کوي.

نوموړي همداراز ويلي وو، چې ضروري نه ده هغه کسان چې دامريکا دښمنان دي، موږ دې هم ورسره دښمني وکړو.

خو د راپورونو له مخې، جنرال راحيل شريف له امريکايي چارواکيو سره په ليدنه کې هغوى ته ډاډ ورکړى، چې په دې وروستيو کې يې په شمالي وزيرستان کې د حقاني او افغان طالبانو په ګډون د هغو ټولو وسله والو مرکزونه نښه کړي، چې په سيمه کې مېشت او له دې ځايه يې ترورېستي فعاليتونه کول.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د دفاعي چارو يو شمېر کارپوهانو امريکا ته د جنرال راحيل شريف سفر د سيمې د عمومي امنيتي وضعيت لپاره مهم بللى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG