د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

افغان ولسمشر: په دولتي ادارو کې بنیادي بدلون وخت غواړي


د افغانستان ولسمشر له خلکو غوښتنه کړې چې د بدلون راوستلو لپاره وخت ورکړي.

ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي چې د افغانستان په دولتي ادارو کې بنیادي بدلون وخت غواړي او د افغانانو همکارۍ ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اداري فساد ضد، د څار او ارزونې خپلواکې کمیټې پر ولسمشر ږغ کړی چې دولتي ادارې له هغو کسانو پاکې کړي چې په اداري فساد کې لاس لري.

د فرانس پرس خبري اژانس د دې ادارې د مشرې په حواله ویلي چې په افغانستان کې د پخواني ولسمشر له خوا په رامنځ ته شوي اداري سیسټم کې د ژور بدلون اړتیا ده.

دې خپلواکې کمیټې پرون افغانستان ته د درملو په وارداتو کې د فساد په اړه یو رپوټ خپور کړ.

په دې رپوټ کې ویل شوي چې د اداري فساد له امله، هرکال افغانستان ته زیاته اندازه، غیرمعیاري دوا په قاچاقي ډول واردیږي.

د دې کمیټې مشرې ایوا جولي پرون [چهارشنبه] فرانس پرس ته وویل چې ولسمشرمحمد اشرف غني له اداري فساد سره مخالف دی او پوهیږي چې دا ستونزه د افغانستان د پرمختګ لپاره خنډ جوړوي.

په افغانستان کې د اداري فساد ضد، د څار او ارزونې خپلواکه کمیټه د بریتانیې او ډنمارک له خوا تمویلیږي.

د دې کمیټې مشرۍ پرون فرانس پرس اژانس ته ویلي، د افغانستان ولسمشر باید له اداري فساد سره د مبارزې په ارتباط جدي ګامونه پورته کړي.

په عین حال کې، د افغانستان د ولسمشرد مطبوعاتي دفترپه خبر پاڼه کې د ښاغلي غني په حواله ویل شوي چې په افغانستان کې ستونزې زیاتې دي او د حل لپاره یې د خلکو د قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو همکارۍ ته اړتیا ده .

ولسمشرمحمد اشرف غني ویلي چې په راتلونکو څو ورځو کې د ولسي جرګې له یو شمېر وکیلانو سره ګوري او پر دې به خبرې ورسره وکړي چې کومې ستونزې تراوسه حل شوې او نورکوم لا پراته دي.

خبر پاڼه وايي، جمهور ریس غني په دولتي ادارو کې د فساد د کمولو لپاره په یوه تازه اقدام کې پریکړه کړې چې تردې وروسته به د لویو قراردادونو څارنه په خپله کوي.

ولسمشر پرخلکو ږغ کړی چې د بنیادي تغیراتو لپاره وخت ورکړي او ویلي یې دي چې یو شمېرستونزې په لنډ وخت کې حل کیدلای شي خو د ځيني مسایلو حل او اصلاح اوږ مهالی کار غواړي.

XS
SM
MD
LG