د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۷

د ماشومانو نړېوال ورځ او د افغان ماشومانو ژوند


یو شمېر افغان ماشومان وایي د ماشوم د ورځې له لمانځلو او نیټې نه دي خبراو نه هم د دې ورځې لمانځنې د دوی په ژوند کې څه بدلون راوستی.

دوی وایي سره له دې چې حکومتي چارواکو ماشومانو ته د پاملرنې ژمنې تل کړي دي خو عملآ یې د پام وړڅه نه لیدل کیږي او ترډيره ماشومان سختو کارونو ته مجبوریږي.

د نومبرشلمه د ماشومانو نړېواله ورځ ده. په افغانستان کې هم دا ورځ د حکومتي چارواکو له خوا په داسې حال کې په نمایشي ډول لمانځل کیږي چې خپله ماشومان اصلا له دې ورځې خبرنه دي او نه هم د نورو ورځو په نسبت په دې ورځ څه توپیر ویني.

د پنجشنبې په ورځ هم چې د ماشوم نړېواله ورځ ده د کابل ښارپه بېلابېلو سیموکې په زرګونو ماشومان ترسترګو کیږي چې ورځني درانده کارونه کوي او یا د پیسو په ګټلو بوخت دي.

ګل خان دوه لس کلن دی او د سړک په غاړه جوار خرڅوي کله موچې ګل خان ته د دوی د ورځې مبارکي وویله راته یې وویل:

″زه خو ولاکه خبر یم د څه شي ورځ ده هره ورځ خپل جوار خرڅوم همدا مو کاروبار دی څوک چې له دې ورځې خبر وي ورته دې مبارک وي.″

یواځې کوچنی ګل خان نه دی چې د ماشوم د ورځې، له خپلو حقوقو یا د ژوند د اسانتیاوو څخه بې برخې دی بلکې د هېواد په سطحه په لکونو داسې ماشومان شته چې په کوچني عمرکې سخت کارونه کوي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د معلوماتو له مخې یوازې په کابل کې د پنځه شپیتو زرو څخه زیات ماشومان دي چې د سړکونو په سرسخت کارونه کوي او د کورنیو غړو لپاره د یوه وخت ډوډی د پیدا کولو په فکرکې دي.

کوچني شیرازچې د عیدګاه جومات مخې ته هګۍ خرڅوي ازادۍ راډيوته وویل د تعلیم له خونده او خپلو حقونو خبردی خو د مجبوری له مخې یې کاروبار ته مخه کړې:

″هګۍ خرڅوم ترماښامه پورې سل یو نیم سل افغانۍ کارکوم پیسې کورکې خرچه کوم مورته مې یې ورکوم چې کورته پرې سودا واخلي زما خو هره ورځ همدا کار دی نه یم خبر چې نن د ماشومانو ورځ ده موږ خپله غریبي کوو.″

له کاروباره ورهاخوا په مرکزکابل کې له بل هرځایه ډیرسوالګر ماشومان لیدل کیږي چې په کوچني عمر، اوښکې ډکو سترګو او چاودلي لاسونو سوال کوي یا ماڼو لوګۍ کوي:

″نوم مې قیس او دیارلس کلن یم، دلته کله ماڼو لوګۍ کوم او کله خلک همداسې پیسې راکوي زړه یې راباندې خوږیږي د سل څه باندې سل افغانۍ پیدا کوم او کور کار پرې کوو.″

په کابل ښارکې د ماشومانو د دې حالت ورهاخوا په حکومتي کچه هم د دې ورځې لمانځنه وشوه او د لوړ پوړو دولتي چارواکو له خوا یوځل بیا د افغان ماشومانو د وضعیت په ښه کیدو ټینګار او ژمنې وشوې.

افغان ماشومان نه یواځې د ماشوم ورځې له ارزښته ناخبره او له سختو کارونو سره مخ دي بلکې دوی له بېلابېلو نورو ستونزو لکه قاچاق، جنسي تیریو، په وسله والو ګروپونو کې د استخدام په بمونو او چاودنو کې د وژنو او کمو تعلیمي اسانتیاوو په شان له نورو ننګونو سره هم لاس او ګریوان دي.

خو له دې ټولو سره د ماشومانو د برخې کارپوهان په دې باوردي چې د پوښښ لاندې سیمو کې د ماشومانو ژوند د ښه کیدو لپاره په تعلیمي او ځینو نورو برخو کې هڅې شوي خو وایي چې په دې مرستو کې همغږي کمه وه او ځکه ډیرې اغیزناکې نه دي تمامې شوي.

راپور:یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG