د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

شمالي وزيرستان: د امريکا د بې پيلوټه الوتکو بريد ٥ مشکوک وسله وال وژلي


د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز بريد کړى چې په نتيجه کې يې دوى ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شمالي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو په وينا، د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د جمعې په شپه افغان پولې ته نزدې د شمالي وزيرستان په دتاخېل نومي سيمه کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي وېشتي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږۀ ٥ مشکوک وسله وال وژل شوياو ٣ نور ټپيان شوي دي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې بې پيلوټه الوتکو په دتاخېلو کې پر هغه کور او موټر توغندي وېشتي چې د وروستیو معلوماتو له مخې مشکوک وسله وال جنګيالي په کې اوسېدل.

نوموړي زياته کړه چې په سيمه کې له بريد وروسته تر ډېره پورې د بې پېلوټه الوتکو ټيټ پروازونه هم روان وو.

دا بريد تر هغې وروسته شوى چې د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې؛ په سيمه کې د القاعده شبکې ځايي وياند اسامه محمود تاييد کړې چې د روانې مياشتې په ٩مه نېټه د امريکا د بې پيلوټه الوتکو په يوه بريد کې د دې ډلې دوه مهم مشران وژل شوي دي.

نوموړي ويلي چې په دغو وژل شويو کې متقاعد ميجر عادل عبدالقدوس، ډاکټر سربلند الياس ابو خالد او د هغه دوه زامن شامل دي چې افغان پولې ته نزدې د بې پيلوټه الوتکو د بريد ښکار شول.

په دې وروستيو کې د اسلام اباد له مخامخ مخالفت سره سره پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو يو ځل بیا زور اخیستی.

له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې د پاکستان پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.

په دې وروستيو کې پر شمالي وزيرستان د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په داسې حال کې زيات شوي چې پاکستانيو ځواکونو په کې د جون له ١٥مې نېټې راهيسې پراخ پوځي عمليات پيل کړي دي.

د يادونې وړ ده چې که څه هم اسلام اباد دا حملې پر خپله خاوره تیری؛ خو متحد ایالات يې د ترورېزم ضد جګړې یوه برخه او د سخت دریځو د ځپلو تر ټولو غوره وسیله ګڼي.
راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG