د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

تسنيم اسلم: له کابل سره ښې او له همکاريو ډکې اړيکي غواړو


د پاکستان د بهرنيو چارو وارت وايي، پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر په پوره مانا يو کاميابه او له لاسته راوړنو ډک سفر و.

پاکستان په سيمه کې د سولې او ثبات لپاره له کابل سره ښې او له همکاريو ډکې دوه اړخيزې اړيکي غواړي.

دا څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياندې مېرمن تسنيم اسلم د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته د وينا پر مهال وکړې.

مېرمن اسلم زياته کړه چې پاکستان ته د افغان ولسمشر سفر ښې لاسته راوړنې لرلې او دواړو هېوادونو د دغه سفر په ترڅ کې د اقتصاد؛ سوداګرۍ په لړ کې ځينې مهم تفاهم ليکونه لاسليک کړل او همداراز يې ٤٢ مهمې پريکړې هم وشوې.

نوموړې دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا پاکستان ته په دوه ورځني سفر راغى او د دې هېواد له سياسي او پوځي چارواکيو سره يې وليدل.

تسنيم اسلم يو ځل بيا په سيمه کې د ترورېزم په اړه د خپل حکومت دريځ تکرار کړ او ويې ويل چې دوى د ترورېزم د له منځه وړلو لپاره د "ضرب عضب" په نامه پوځي عمليات پيل کړي چې د ترورېستانو پر ضد پکې له کوم امتياز و توپير پرته پراخ عمليات روان دي.

هغې په دې اړه وويل:

"موږ د ترورېستانو پر ضد پراخ او کوټلي ګامونه پورته کوو او هيله لرو چې کله موږ له دغه عمليات سر ته ورسوو؛ نو پاکستان به يو خوندي هېواد شي."

مېرمن اسلم دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې په امنتي او بهرنيو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز څو ورځې مخکې له "پي بي" سره په يوې مرکې کې ويلي وو چې دوى يواځې د هغو وسله والو پر ضد عمليات کوي چې د پاکستان خلاف دي.

نوموړي همداراز ويلي چې دوى ځکه د افغان طالبانو په وړاندې نه درېږي چې هغوى د پاکستان ضد نه دي. حقاني شبکه او افغان طالبان د افغانستان کورنۍ مساله ده او افغان حکومت بايد له دوى سره خبرې وکړي.

خو تسنيم اسلم وويل چې په ځواکونو يې د ډيورنډ کرښې ته خېرمه په شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې په پيل کړو پوځي عملياتو کې؛ هغه ټول ترورېستان په نښه کړي چې په سيمه کې مېشت دي او له دې ځايه ترورېستي فعاليتونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG