د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

افغان ولسمشر د سارک هیوادو په غونډه کې ګډون کوي


د هند صدراعظم وایي چې د سارک د غړیو هیوادو د غونډې په ترڅ کې به د افغانستان له نوي ولسمشر اشرف غني سره په تفصیل پر دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړي.

د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو یا سارک د اتو غړیو هیوادو د مشرانو غونډه د نیپال په مرکز کټمنډو کې راتلونکې اونۍ پرانیستل کیږي.

تمه ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د نیپال په مرکز کټمنډو کې د سارک د غړیو هیوادو په غونډه کې ګډون وکړي.

د هند صدراعظم نریندرا مودي پرون وویل چې دی هیلمن دی چې راتلونکې اونۍ د سارک هیوادو د مشرانو په دوه ورځنۍ غونډه کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره وګوري.

نریندرا مودي د پنجشنبې په ورځ په نوي ډیلي کې؛ له پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي سره ولیدل. د هند د صدارت په خپاره کړې بیان کې ویل شوې دي چې مودي له حامد کرزي څخه مننه وکړه چې په سوله ییز ډول یې د واک انتقال ته لاره هواره کړه.

د هند صدراعظم وویل چې د یوه پیاوړي؛ باثباته او ډیموکراټ افغانستان لپاره به هند په کابل کې د نوي افغان حکومت ملاتړ ته هم دوام ورکړي.

د سارک د غونډې د جوړېدو دقیقه نیټه مخکې نه وه اعلان شوې؛ خو د نیپال د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهارات راج ریجمي رسنیو ته وویل چې د سارک اوو غړیو هیوادو موافقه وکړه چې دا غونډه به د نومبر له دوه ویشتمې تر اووه ویشتمې دوام وکړي.

دا دریم ځل دی چې نیپال د سارک د هیوادو کوربه دی؛ تر دې مخکې په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۲ کلونو کې د سارک د غړیو هیوادو غونډې په نیپال کې جوړې شوې وې.

تمه ده چې د سارک د غړیو هیوادو استازي راتلونکې سې شنبې د بهرنیو چارو د وزارتونو په کچه غونډه وکړي او بیا به د مشرانو غونډه د چهارشنبې په ورځ پرانیستل شي.

د نیپال د بهرنیو چارو د وزارت په وینا؛ دا ځل به د سارک په غونډه کې د نهو هیوادو استازي د څارونکو په توګه په غونډه کې ګډون وکړي.

نیپالي چارواکي وایي چې د نیپال؛ افغانسان، بنګله دیش، بوټان، هند، مالدیف، پاکستان او سریلانکا له لورې ځانګړیو کمیټو ژمنه کړې ده چې دا ځل به د سارک د مشرانو په غونډه کې مهمې پریکړې کوي.

XS
SM
MD
LG