د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۲

امیرزاده: په حکومت کې باید ځوانانو ته ډېره ونډه ورکړای شي


د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه په نوي حکومت کې ځوانانو ته د ډیرې ونډې په ورکولو تينګار کوي.

که څه هم د نوي کابینې یا تشکیلاتو په اړه تر اوسه حکومت کومه پریکړه نه ده کړې خو د سمون او بدلون لپاره د ځوانانو شبکه له حکومته غواړي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي او په نوي حکومت کې د ځوانانو ونډې ته خاص پاملرنه وکړي.

د دې شبکې مشر سنګر امیرزاده د پنجشنبې په ورځ د دې شبکې په دویمه مشورتي غونډه کې وویل چې په تیرو انتخاباتو کې اویا فیصده ځوانانو برخه اخیستي او نوی حکومت باید د دوی دا قرباني هیره نه کړي:

"حکومت باید ځوانانو ته ۳۵ سلنه برخه په هره ساحه کې ورکړي نه یواځې په مرکزي دولت کې بلکې په ولایتونو او سفارتونو کې د ځوانانو ونډې ته پام وکړي؛ موږ له نوي حکومته همدا غوښتنه ده او باید خپلې ژمنې پوره کړي."

ښاغلی امیرزاده وایي چې په نوي حکومت کې د ځوانانو ونډه ځکه هم مهمه ده چې ځوانان له ښه مسلکیتوب او توان څخه برخمن دي او کولای شي د هیواد په پرمختګ کې ډيره انرژی مصرف کړي.

دا غوښتنې په داسې وخت کې کیږي چې جمهور رییس اشرف غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله د خپلو کمپاینونو په مهال ځوانانو ته د ډيرو سهولتونو او په حکومت کې د ونډې له ورکولو ویلي وه.

له دې سره چې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم ځوانانو ته د ځوانانو چارو په نوم د ګوښي وزارت د جوړېدو هم ویلي؛ خو ځوانان وایي چې یوازې وزارت کافی نه بولي؛ بلکې په هره برخه کې دې دوی ته ونډه ورکړل شي.

ځوانان وايي چې اوس له بې کاری زوریږي؛ خو که نوی حکومت پاملرنه ډيره کړي؛ نو دا ستونزه به راکمه او تر ډیره به چارې په مسلکي توګه پر مخ ولاړې شي.

د دې شبکې نورو غړي وايي د هیواد نفوس او مساحت ته په پام د ځوانانو رول په راتلونکي حکومت کې خورا مهم دی:

"ټولو ته باید مناسبه ونډه ورکړل شي؛ ځکه چې د نن ځوانان له ټکنالوجي څخه خبر دي. په فساد نه دي ککړ، په خیانتونو کې ګیر نه دي او له تعصبونو سره سروکار نه لري؛ په دوی باید باور وشي او هم په دولتي او سیاسي پوستونو کې ځای ورکړل شي."

د سمون او بدلون لپاره د ځوانو فعالانو شبکه وايي؛ که حکومت د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ونه وايي؛ دوی به مدني ناستو او لاریونونو ته دوام ورکړي؛ تر څو حکومت له دوی سره کړي ژمنې عملي کړي.

ویل کیږي چې افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د ځوانانو فیصدي په کې لوړه ده ویل کیږي چې د دې هیواد ۶۰ فیصده نفوس ځوانان تشکیلوي چې عمرونه یې له پنځه ویشت کلونو څخه کم دي.

کارپوهان وايي، په تیرو دیارلس کلونو کې ډير ځوانان روزل شوي او نوی حکومت کولای شي چې د دې افغاني بشري قوې څخه په سم ډول استفاده هم ځوانانو ته کارې فرصتونه او هم په دې برخه کې خپل ضروریات پوره کړي.

XS
SM
MD
LG