د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۲

خوستیانو خپل ښار پاک کړ


د جمعې په ورځ د خوست اوسیدونکو د ښار د پاکولو په ستر اشر یا پګړه کې برخه واخیسته او د ښار ټولې کوڅې؛ سړکونه او لختي يې د خځلو او کثافاتو څخه پاک کړل.

دغه اشر چې په خوست کې د هېوادپال ځواک ټولنیز بنسټ، خوست ښاروالي او د خوست ښار د سوداګرو او دوکاندانو له خوا رابلل شوی وو؛ په کې زرګونه خوستیانو برخه واخیسته.

یاد اشر د درې واړو بنسټونو د هغه پلان د عملي کولو یوه برخه ده چې غواړي خوست په ۲۰۱۵ ز کال کې د افغانستان تر ټولو پاک ښار وګڼل شي.

د اشر ګډونوالو ویالې او سړکونه صفا کړل؛ بیا ټول سړکونه د هېوادپال ځواک او ښاروالۍ ریاست له خوا د توظیف شویو ټانکرو په واسطه پریمنځل شول؛ همدارنګه راغونډ شوي کثافات د موټرونو او ریکشو په واسطه د ښار څخه د باندې ټاکلې سیمې ته ولیږدول شول.

د ښار پاکولو ته د ولسي جرګې غړی همایون همایون او د نوې ولایتي شورا یو شمېر غړي هم راوتلي ول او په خپلو لاسونو يې د ښار سړکونه جارو کړل.

د دې اشر ځانګړنه داوه، چې ګډونوالو يې د پاک کارۍ په کار کې ستړیا نه احساسوله، هر چا په ډېره مینه او لیوالتیا کار کاوه او جالبه هم داوه، چې د اشر په پای کې د ښار سړکونه او کوڅې داسې پاکې شوې، چې پخوا يې چیرې هم نظیر نه وو لیدل شوی.

خوست ښاروال کرامت خان خپلواک مشال راډیو سره په خبرو کې د ښاریانو قدراني وکړه، چې دوی سره يې د ښار په پاکولو کې مرسته وکړه، دده په خبره دا ډول ډله ییز کارونه د وخت په تېریدو د خلکو د کلتور یوه برخه ګرځي:

((موږ په خوست کې د ټولو ښاریانو، مدني فعالانو او هر هغه چا چې موږ سره په دې ستر اشر کې برخه اخیستې ده، مننه کوو، زه هیله من یم چې یوه ورځ به د ښار پاکول او چاپیریال ساتنهزموږ د خلکو د کلتور یوه برخه شي.))

د شړی منګل په نوم یو تن قومي مشر وویل، چې دوی د ښار د پاکولو له پاره له ځانه سره سپین ږیري، ځوانان او ماشومان راوستي دي.

ده زیاته کړه ښار زموږ ګډ کور دی، د کور په شان باید د ښار په پاکولوونه شرمیږو، بلکې په دې خدمت وویاړو، ځکه ناپاکه ښارزموږ د ماشومانو او خلکو روغتیا ته هم زیان رسوي.

د ډاکټر نجیب الله درمان په نوم د ستوني او غوږونو متخصص چې په لاس کې جارو درلوده، په دې خوښي څرګنده کړه، چې د ښار په پاکولو کې برخه اخلي.

ده په ټولو ښاریانو غږ وکړ، چې د یوې سالمې او صحتمندې ټولنې د جوړولو له پاره دې د خپل ښار او چاپیریال په پاکولو کې برخه اخلي.

د هېوادپال ځواک د خوست څانګې مشر ولي مت خان خادم وايي، چې دوی د ښار د پاکولو او د ښار د چاپیریال د سمسورتیا له پاره یو اوږدمهاله پلان ترلاس لاندې لري.

خادم زیاتوي، دوی غواړي په منظم ډول د ښار نږدې ونې او نیالګي اوبه کړي، نوي نیالګي کینوي، د ښار د پاکولو بهیر روان وساتي او د ښار د پاکولو له پاره نور وسایط او موټرونه هم توظیف کړي.

د یادونې وړ ده څه موده مخکې په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازي همایون همایون د دوه لکه امریکايي ډالرو په لګښت یو شمیر وسایل او وسایط د خوست ښار پاکولو له پاره وقف کړل.

د یادو وسایطو تر سپارنې وروسته خوست ښاریانو، سوداګرو، ښاروالۍ او هېوادپال ځواک د ښار د پاکولو منظم پلان وړاندې کړ، چې د جمعې ورځې لوی اشر د دېپروګرام یوه برخه وه.

XS
SM
MD
LG