د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۳

د ایران د اټمي پروګرام په اړه خبرې دوام کوي


د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کري له ایران سره د نړۍ د شپږو طاقتونو د مذاکرو په جریان کې تېره شپه د اتریش په مرکز ویانا کې پاته شو. له دې مخکې ویل شوي وو چې کري به د جمعې په ورځ؛ له اروپایي متحدانو سره د سلا مشورو په مقصد پاریس ته ولاړ شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ په ویانا کې خبریالانو ته وویل؛ جان کري د سلا مشورو د دوام په مقصد، پاریس ته خپل سفر وځنډاوه.

امریکایي چارواکو له دې مخکې ویلې وو چې د بهرنیو چارو وزیر به د جمعې په ورځ پاریس ته ولاړ شي او له خپلو اروپایي متحدانو سره به سلا مشورې وکړي.

خبري رسنیو دغه راز ویلی وو چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ممکن د جمعې په ورځ تهران ته لاړ شي؛ خو ایراني منابعو او خبري رسنیو وروسته وویل؛ نوموړی به هم په ویانا کې پاته شي.

جواد ظریف د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل؛ موږ د ورځې په جریان کې مهم بحثونه درلودل؛ خو داسې کوم د اهمیت وړ وړاندیزونه ونه شول چې موږ یې له ځان سره تهران ته یوسو.

خبري رسنیو دا هم ویلي چې جان کري له جواد ظریف سره په مستقیم تماس کې دی.

له بلې خوا د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر "فلیپ هامونډ" د جمعې په ورځ په ویانا کې خبریالانو ته وویل؛ خبرې مثبتې وې:

"بحثونه مثبت وو. فضا هم صمیمي وه. دا څرګنده ده چې دواړه خواوې غواړې معامله وشي؛ خو موږ یو هم نه غواړو چې خرابه معامله وکړو.

موږ په واضح ډول دا هم وایو چې موږ باید د ایرانیانو له لوري نور نرمښت هم ووینو؛ د دې په بدل کې به موږ هم خپل دریځ یو څه نرم کړو. خو وخت کم دی، ضرب الاجل نږدې دی او فکر کوم، موږ ټول سخت کارکوو چې د امکان ترحده یوه ښه معامله وکړو."

د ایران او نړۍ د شپږو طاقتونو ترمنځ د خبرو دا نوی پړاو د پنجشنبې په ورځ د اتریش په مرکز ویانا کې پیل شو او هڅه کیږي په ټاکلي نیټې یعنې د نومبر تر ۲۴ مې پورې د تهران د لانجمن اټومي پروګرام په اړه یو نهایي تړون لاسلیک شي.

واشنګټن د جمعې په ورځ یو ځل بیا وویل چې ټاکلې موده غځېدای شي.

ایران له دې مخکې ویلي وو؛ تړون ممکن دی، خو نړیواله ټولنه باید زیاتې غوښتنې ونه کړي.

XS
SM
MD
LG