د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

د امريکا او ناټو نوى ماموريت د امنيتي تړون له مخې تنظيمېږي


د افغانستان حکومت وايي چې له ۲۰۱۴ وروسته په افغانستان کې د امریکا او ناټو بل ماموریت به د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي موافقې پر اساس تنظیم شي.

فايق واحدي
فايق واحدي

دا خبره د ولسمشر یوه ویاند فایق واحدي د نیویارک ټایمز د هغه راپور په عکس العمل کې وکړه چې پر اساس یې ویل شوي چې د امریکا ولسمشر یو فرمان لاسلیک کړی چې امریکايي پوځیانو ته له ۲۰۱٤ وروسته په افغانستان کې عملیاتو ته اجازه ورکوي.


ښاغلي واحدي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:


«له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د امریکا او د ناټو د هیوادونو بل ماموریت په امنیتي موافقو کې څرګند شوی دی. »


فایق واحدي زیاته کړه، د افغانستان او امریکا او د ناټو له نورو غړیو هیوادونو ترمنځ هر ډول همکاري به د کابل او واشنګټن د امنیتي موافقې او د کابل او ناټو د موافقې په چوکاټ کې وي.


نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن په یوه راپور کې وویل چې د اوباما دا فرمان لږترلږه د یوه بل کال لپاره په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو مستقیم ګډون یقیني کوي.
ورځپاڼې ویلي چې اوباما دا پرېکړه په وروستیو اوونیو کې په سپینه ماڼۍ کې د ملي امنیت له سلاکارانو سره کړې ده.

د سږ کال په مې میاشت کې اوباما ویلي و چې امریکايي پوځیان به په راتلونکي میلادي کال په افغانستان کې جنګي رول نه لري، شاوخوا لس زره پوځیان به پرېږدي چې یوازې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او د القاعده شبکې د غړیو ځپلو ته دوام ورکړي.

خو د اوباما تازه پرېکړه امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکوي چې د طالبانو او هغو وسله والو پر ضد عملیات وکړي چې امریکايي پوځیانو او یا د افغانستان حکومت ته خطر پېښوي.


دا نوې پرېکړه د امریکا هوايي ځواک ته هم واک ورکوي چې په جنګي عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي، دغه راز امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکوي د طالبانو پر ضد په عملیاتو کې د افغان ځواکونو ملګرتوب وکړي.


امریکا دا پرېکړه وروسته له دې وکړه چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو په وړاندې طالبانو نه یوازې په خپله جنګي پالیسي کې بدلون را ونه وست بلکې جګړې ته یې لا زور ورکړ.


نیویارک ټایمز په دې اړه څه نه دي ویلي چې د ولسمشر اوباما له په فرمان کې په افغانستان کې د امریکا د پاتې کېدونکو پوځیانو په شمېر کې د بدلون یادونه شوې او که نه ده.


د امریکا او ناټو هیوادونو موافقه کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به په افغانستان کې شاوخوا دوولس زره پوځیان پرېږدي چې د افغان ځواکونو روزلو ته دوام ورکړي. د دغو پوځیانو لویه برخه به امریکايي پوځیان وي.

XS
SM
MD
LG