د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۵

"کابل ښار ته د باروړونکو موټرو د ننوتو مخنیوي ستونزې زېږولي"


د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی
د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستیال خان جان الکوزی

د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي چې د امنیتي ارګانونو له خوا کابل ښار ته د شپې له خوا د باروړونکو موټرونو پر ننوتو بندیز د مصرفي موادو بیې لوړې کړي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ خوانې چارواکي وايي؛ له کومه راهیسې چې کابل ښار ته د شپې له خوا د لویو باروړنکو موټرو پر داخلېدو بندیز لګول شوی؛ د ښار په ختیځه دروازه د پلچرخي په سیمه کې پنځوس موټره تازه میوه خرابه شوې ده.

د سوداګرۍ خونې چارواکي زیاتوي چې هره ورځ افغانستان ته د څلورزره په شاوخواکې باروړونکي موټر داخلیږي چې دوه زره یې یوازې له کابل څخه تیریږي.

د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي د شنبې په ورځ آزادۍ راډیو سره خبرو کې د امنیتي ارګانونو دا کار یو اړخیزه وباله او زیاته یې کړه چې په دې کار کې د سوداګرۍ خونې سره هیڅ مشوره نه ده شوې.

ښاغلي الکوزي وویل چې د امنتي ارګانونو په دې کار سره به ځینو کسانو ته د فساد زمینه برابره؛ د مصرفي موادو بییې لوړي او ان د سوداګرۍ چارې به ټکنۍ شي:

"دا اوس مشکلات دي دا اوس بیي لوړي شوي دي؛ دا اوس ځیني پوستې پیسې اخلي دا خوشې کوي؛ د یو تعدادو لپاره قانون دی، د یو تعدادو لپاره نه دی، سوداګرو نن لس بجې خپل شکایت له موږ سره شریک کړی؛ یوه اوونۍ کیږي چې موږ ته دا ستونزه پیدا شوې ده."

تر دې مخکې یوازې د شپې له خوا لویو باروړنکو موټرو کابل ښار ته د داخلېدو اجازه لرله؛ چې د سوداګرۍ خونې د چارواکو په وینا د تیرې یوې اوونۍ راپدېخوا کابل ښار ته د لویو موټرو پر داخلیدو د شپې له خوا هم بندیز لګول شوی دی.

خان جان الکوزي له دولت څخه وغوښتل چې د امنیت د ټینګښت په هدف ښار په څلورو دروازو کې د لویو باروړنکو موټرونو د تلاشي او چک لپاره یو مجهز سکین سیسټم رامنځته کړي.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت کابل ښار ته د شپې له خوا د باروړنکو موټرو د داخلیدو د مخنیوي خبر ردوي او وايي چې په دې برخه کې یوازې پر هغه موټرو چې ساختماني مواد ښار ته داخلوي یو لړ محدویتونه لګول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرسیتال نجیب دانش ازادۍ راډیو سره خبرو کې ښار ته د ټولو باروړنکو موټرو د داخلیدو د مخینوي خبر ناسم وباله.

"موږ ښار ته د وسایطو راتګ نه دی بند کړی؛ دا موضوع چې موږ دې ټول هغه موټر چې له ډیر بار سره ښار ته داخلیږي؛ بند کړي مو وي؛ قطعاً واقعیت نه لري، برعکس دا د پولیسو وظیفه ده چې په د غو موټرو باندې خپلې امنیتي څیړنې او زیاتي کړي."

د کورنیو چارو وزارت وايي چې ښار ته په ساختماني موادو بار موټرو د تلاشۍ او چکولو تصمیم د کابل ښارته د چاودیدونکو موادو د داخلېدو د مخنیوي په هدف نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت وروسته تر هغه دا اقدام کوي چې تیره اونۍ د کابل د پل چرخي په سیمه کې د بهرنیو په یوه شرکت کې د ساختماني موادو د یوه موټر په وسیله چې چاودیدونکي مواد هم په کې بار وو؛ چاودنه وشوه.

XS
SM
MD
LG