د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

"تر اوسه د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرو کې ډیرې خالیګاوې موجودې دي"


سبا (دوشنبې ) د نړۍ د شپږو پیاوړو هیوادونو او ایران تر منځ د تهران د اتومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته د رسیدو وروستي مهلت پای ته رسیږي.

دا مهال په ویانا کې د دواړو لورو ترمنځ تودې خبرې روانې دي؛ څو تر ټاکلي ضرب الاجل یوې هوکړې ته ورسیږي.

د نړۍ شپږ پیاوړې هیوادونه او ایران د تهران د اټومي پروګرام په اړه تر ټاکلي ضرب الاجل چې د نومبر څلور ویشتمه نیټه ده؛ یو جوړجاړي ته له رسیدو لرې ښکاري.

لویدیځو رسنیو د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یو چارواکي له خولې چې په ویانا کې روانو خبرو اترو کې برخه لري؛ ویلي، واشنګټن اوس هم هیله لري چې د ایران سره د دې هیواد په اټومي پروګرام پر سره د نومبر تر څلورویشتمې پورې یوې موافقې ته ورسیږي؛ خو په عین حال کې پر نورو انتخابونو هم غور کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت دې چارواکي ځینې رسنیو ته په خصوصي توګه ویلي؛ خبرې اترې لا هم یوې موافقې ته په رسیدو متمرکزې دي؛ خو موږ په خپلو کې او له خپلو شریکانو سره د وړاندې تګ لپاره پر نورو انتخابونو هم غور کوو.

تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي وو؛ تر اوسه د ایران د اتومي پروګرام په اړه روانو خبرو اترو کې ډیرې خالیګاوې موجودې دي.

سباد نومبر څلورویشتمه نیټه ده چې ورسره د دواړو لورو ترمنځ یوې موافقې ته د رسیدو لپاره وروستی ټاکل شوی مهلت پای ته رسیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري؛ په ویانا کې د جرمني د بهرنیو چارو له وزیر فرانک والټر شټاین مایر سره تر کتنې مخکې پرون وویل؛ په دې برخه کې سخت کار کوي، خو زیاته یې کړه تر اوسه جدي اختلافات موجود دي.

”دلته زموږ خبرې اترې د یوې پیچلې مسالې په اړه ډیرې ستونزمنې دي. موږ سخت کار کوو. هیلمن یوو چې په احتیاط پرمختګ وکړو. خو دا مهال لویې فاصلې موجودې دي چې د نژدې کولو لپاره یې کار کوو.“

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هم پرون د اتریش په مرکز ویانا کې له دې خبرو اترو سره یوځای شو.

شټاین مایر وویل، په خبرو اترو کې د جدي اختلافاتو د موجودیت سربیره؛ په تیرو له لس کلونو زیاته موده کله هم دومره نژدې شوې نه وو.

"فکر کوم کولای شم ووایم چې موږ هیڅکله یو جوړجاړي ته د رسیدو لپاره دومره نژدې شوې نه وو او د خبرو اترو فضا ډیره رغوونکې ده. خو موږ باید خبر اوسو چې لا هم د ځینو مسلو په اړه لویې فاصلې شته. اوس پوښتنه دا ده چې ایا ایران په دې خبر دی چې دا یوې موافقې ته د رسیدو لپاره غوره فرصت دی؛ کنه“

شټاین مایر زیاته کړه، که چیرې ایران له دې فرصت څخه ګټې اخیستو ته چمتو اوسي نو بیا د پرمختګ امکان شته.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په واشینګټن کې خبریالانو ته ویلي؛ له ایرانیانو سره د نومبر د څلورویشتمې د ضرب الاجل د تمدید په اړه خبرې نه کیږي.

خو یوې اروپايي سرچینې چې ددې خبرو اترو د بهیر په اړه معلومات لري؛ پرون وویل، د خبرو اترو دواړو لورو د پام وړ پرمختګونه نه دي کړي او ممکنه هم نه ده چې ټول شیان د نومبر تر څلورو یشتمې نیټه حل شي.

دې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي ویلي، که سیاسي توافق تر لاسه هم شي، سیاسي ضمیمې به یې تر ټاکلي وخت پورې چمتو نه شي.

XS
SM
MD
LG