د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۵

د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي ۱۵۰۰ افغان متخصصان یې افغانستان ته راستانه کړي


د کډوالۍ نړېوال سازمان وايي چې په تېرو دیارلسو کلونو کې یې په سلګونو متخصص افغانان له بهره هیواد ته را ستانه کړي او دلته یې د کار کولو زمینه ورته برابره کړې ده.

د دغه سازمان د مسولانو په وینا؛ نږدې یونیم زر دغه افغانان اوسمهال په دولتي او نا دولتي ادارو او بنسټونو کې په کار بوخت دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان یا "ای. او. ایم" وايي؛ نږدې یو نیم زر کسه افغان متخصصان چې د دغه سازمان له خوا افغانستان ته راستانه شوي؛ په بیلابیلو دولتي او نا دولتي ادارو کې په کار بوخت دي.

د نوموړي سازمان مسوولانو د یکشنبې يه ورځ په کابل کې یوې خبرې غوندې ته وویل چې دغه سازمان توانېدلی چې له دورزه او لومړي کال راپه دېخوا له یودېرشو هیوادونو څخه دغه افغانان بېرته خپل هیواد ته راستانه کړي.

په افغانستان کې د دغه سازمان مشر "ریچارډ ډینزنجر" وايي چې دغه افغانان په څلور ویشت وزارتونو او شپږ نوي نا دولتي بنسټونو کې په کار ګمارل شوي دي:

"موږ هڅه کوو او هیله من یو چې دغه پروګرام دوام پیدا کړي؛ ځکه لیدل شوی هغه افغانانو چې له بهر نه ځان سره تخصص راوړلی دی؛ ګټور تمام شوي دي."

د ښاغلي ریچارډ په وینا، په راستنو شویو افغان متخصصانو کې دوه سوه او شپږ دېرش تنه یې ښځې دي.

په عین حال کې د افغانستان د پوهنې او ښارجوړونې وزارتونو استازو چې په دغه خبري ناسته کې یې ګډون کړی و؛ د کډوالۍ د نړیوال سازمان د دغې پر ځای هڅې ستاینه یې وکړه.

د افغانستان د ښار جوړونې د وزارت مرستیال "امیرالدین سالک" وايي چې راستنوو شويوو افغان متخصصینوو په دغه وزارت کې د پام وړ کارونه کړي دي:

"دا یو ښه ګام دی، موږ یې ستاینه کوو او هیله مو له دغه سازمان څخه دا ده چې خپلې دغې همکارۍ ته په لوړه کچه ادامه ورکړي. په ځانګړي ډول د ښار جوړوونې په وزارت کې چې یو تخصصي ځای دی."

د یادونې ده چې یو شمېر افغان کدرونه او متخصصان د نا امنۍ له وجې د وطن پرېښودلو ته اړ شوي دي چې له همدې امله په افغان ادارو کې یو شمېر بهرنیان په لوړو معاشونو او لوړو پوستونو په کار بوخت دي.

کارپوهان په دې باور دي چې حکومت باید د کارکوونکو د وړتیاوو د لوړولو په برخه کې جدي کار وکړي؛ تر څو د کمیت او کیفیت له نظره په کارونو کې ښه والی او پرمختګ رامځنته شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG