د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

پکتيکا: چاودنې نژدې ٤٠ کسان ووژل


د پکتيکا له يحيى خېلو ولسوالۍ څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې د واليبال د لوبې پر مهال ځان وژونکى بريد شوى دى.

د سرپرست والي وياند مخلص افغان د ازادۍ راډيو خبريال ته ويلي چې په دې پېښه کې نژدې څلوېښت کسان وژل شوي دي.

پېښه هغه وخت شوې چې په يوه ميدان کې د درېيو ټيمونو ترمنځ د واليبال مسابقه روانه وه.

ويل کېږي په دې ځان وژونکي حمله کې څه باندې ٤٠ تنه نور ټپيان شوي دي.

چارواکي وايي وېره کېږي چې د مړو شمېر زيات شي.

XS
SM
MD
LG