د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

نن په تونس کې د جمهوری ریاست انتخابات وشول


نن تونیسیان د رایو مرکزونو ته لاړل چې د لومړي ځل لپاره په خپلو رایو سره نوی ولسمشروټاکي.

په دې سره په دې هیواد کې د ډموکراسۍ هغه وروستی بهیربشپړیږي چې په ۲۰۱۱م کال د پخواني واکمن زین العابدین بن علي له پرزیدو وروسته پیل شوی دی.

د رویترز خبري اژانس د راپورله مخې له څه باندې درې کالو وروسته چې د بن علي په مشرۍ د یواځیني ګوند واکمني ختمه شوې، تونس د نوي اساسي قانون په تصویبولو، د روغې جوړې سیاست په خپلولو او د هغو شخړو په مخنیوي سره چې ګاونډیان یې ورسره مخامخ شوي، په سیمه کې د ډموکراتیک انتقال یوه نمونه ګڼل کیږي.

د مونا جبالي په نوم یوې رایې ورکونکې د تونس ښار په یوه انتخاباتي مرکزکې رویترز ته وویل، دا د تونس په تاریخ کې یوه بله له ویاړه ډکه ورځ ده. اوس موږ یواځنی عربي هیواد یو چې نه پوهیږو ولسمشربه مو څوک وي ترڅو چې د انتخاباتو بهیربشپړشوی نه وي.

د یکشنبې د ورځې د جمهوري ریاست انتخابات وروسته له هغې ترسره کیږي چې په تیره اوکتوبرمیاشت کې پارلماني انتخابات ترسره شول او د ندای تونس ګوند چې یومهم سکولرګوند ګڼل کیږي، د پارلمان اکثره څوکۍ وګټلې او د اسلام پالو غورځنګ ته چې د ۲۰۱۱م کال په لومړنیو آزادو انتخاباتو کې یې ډیری څوکۍ وړې وې، ماتې ورکړه.

د رویترز په وینا له نژدې څلوروکالو وروسته چې په تونس کې د خلکو پاڅون پیل شوی، دا هیواد ثبات ته اړتیالري. نوي حکومت ته پکارده چې د دولتي لګښتونو د کمولو لپاره اصلاحات رامنځته کړي. دا هغه څه دي چې نړیوال پورورکونکي یې له دي هیواده غواړي ترڅو اقتصاد وده وکړي او کاري فرصتونه زیات شي. نوی حکومت دغه راز دې ته هم اړتیا لري چې د سخت دریځو اسلام پالو د ځپلو لپاره اقدامات وکړي.

د تونس د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۲۷ کسانو ځانونه کاندید کړي دي خو د ندای تونس د ګوند مشرباجي قاید سبسي چې ۸۷ کلن او د بن علي د رژیم پخوانی چارواکی دی، او اوسنی ولسمشرمنصف المرزوقي ترټولو مخکې دي.

خو دسیاسي چاروکارپوهان وایي چې دواړه مخکښ کاندیدان به په دې بریالي نشي چې کافی رایې وګټي ترڅو انتخابات دوهم دورته ونه غزیږي.

د انتخاباتو دوهم دوربه په راتلونکې ډسمبر میاشت کې ترسره شي.

سبسي خبریالانو ته وویل چې تونسیان به خپل انتخاب وکړي او دی به په دې هیواد کې د سیاسي انتقال د بهیرد پیاوړي کیدو لپاره د دوی د انتخاب درناوی وکړي.

شاوخوا ۵،۳ ملیون وګړي د رایې ورکولو مستحق پیژندل شوي او د سخت دریځو وسله والو له لوري د انتخاباتو د بهیرد ګډولو د مخنیوي لپاره په لسګونو زره پولیس اوپوځیان ځای پرځای شوي دي.

XS
SM
MD
LG