د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ایران: کېداى شي تر سبا د نړۍ له قدرتونو سره یوه موافقه وشي


ایران وایي، د نړۍ له قدرتونو سره د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه یوهراړخیز توافق ښایي سبا ترلاسه نشي.

دا خبره د ایران د محصلینو خبري اژانس ایسنا په ویانا کې د ایران د یوه مرکچي له قوله کړې ده.

د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه توافق ته د رسیدو لپاره سبا یعنې د نومبر۲۴ وروستۍ نیټه ټاکل شوې ده.

د نړۍ شپږو قدرتونو او ایران له څو ورځو راهیسې د اتریش په پلازمینه ویانا کې په دې اړه خبرې تیزې کړې دي.

د ایران ایسنا خبري اژانس په وینا کې د ایران د مرکچي پلاوې د یوه غړي له قوله چې نوم یې ندی څرګند شوی ویلي، کم وخت ته چې وروستۍ نیټې ته پاتی دی او یوشمیر مسولو ته په پام سره چې نوربحث ته اړتیا لري او باید حل شي، دا ناممکنه ده چې د نومبر تر۲۴ نیټې پورې یوه نهایي موافقه ترلاسه شي.

دغه چارواکي دغه راز ویلي چې که د یکشنبې ترشپې پورې موافقه ترلاسه نشي یوله انتخابونو دادی چې د خبرو د غزیدو په اړه بحث وشي.

د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې، بریتانیا، جرمني، روسیې او چین له ایران سره د دې هیواد د اټومي پروګرام په اړه د خبرو وروستی پړاو د سې شنبې په ورځ پیل کړ. د دغو خبرو هدف دادی چې تهران له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي او په بدل کې یې لویدیځ هم پرایرن لګول شوي اقتصادي بندیزونه لیرې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري چې په روانو خبرو کې برخه لري پرون په ویانا کې وویل، دواړه لورې سختې خبرې مخ ته وړي خو تراوسه پورې جدي اختلافات په خپل حال پاتې دي.

ایراني او لویدیځو ډیپلوماتانو چې په ویانا کې د روانو خبرو له جریانه خبردي رویترز اژانس ته ویلي چې دواړه لوري د ایران د یورانیمو د غني کولو د وړتیاو او د بندیزیونو د لیرې کولو په اساسي موضوعاتو کې ډیرسره لرې دي.

ایران د لویدیځ هغه ادعاوې ردوي چې دا هیواد د اټومي وسلو د تولید په لټه کې دی.

XS
SM
MD
LG