د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۵

د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ایران ته یو پلاوی استول کیږي


د افغان حکومت اجرایه ریس د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې ایران ته د یو پلاوي د استولو خبره کوي.

عبدالله، عبدالله دغه خبره د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې وکړه.

خو د ولسي جرګې د کډوالو او بې ځایه شویو د کمیسیون یو شمېر غړي وايي، ترهغې چې حکومت په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې یوه مناسبه پالیسي ونه لري دا شان سفرونه نتیجه نه ورکوي.

د افغان حکومت اجرایه رییس ټینګار وکړ، کوم پلاوی چې ټاکل شوې ایران ته ولاړشي د نوموړي هېواد له چارواکو سره به د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په اړه خبرې وکړي.

عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د وزیرانو شورا په غونډه ایران ته د دغه پلاوي د لېږلو خبره وکړه:

″ټاکل شوې چې یو پلاوی ولاړشي او د مهاجرینو د ستونزو او د دوی د مهاجرت د مودې د پوره کېدلو په اړه به خبرې وکړي، انشالله چې د مهاجرینو د ستونزو د هواري په برخه کې به یو اقدام وي.″

ښاغلي عبدالله که څه هم د دغه سفر وخت او نېټه معلومه نه کړه خو ویې ویل چې دغه سفر د افغان ولسمشرد فرمان له مخې او د اجرایه ریس د دوهم مرستیال په مشری ترسره کېږي.

له ایرانه یو شمېر راغلي افغان کډوال وايي چې په دغه هېواد کې ان هغه افغانان چې قانوني اسناد هم په لاس لري زورول کېږي او بې اسناده افغانان خو د نورو ستونزو ترڅنګ د زده کړو اجازه هم نه لري.

نوید کابلي هغه ځوان دی چې اوس، اوس له ایرانه خپل هېواد ته راستون شوی دی، کابلي په دې اړه ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

″ستونزې مو ډېرې درلودې، د زده کړو په برخه کې، د ژوند کولو په برخه کې، باید یو میلیون مو د سکونت او دوه درې لکه تومنه مو د زده کړو لپاره تحویل کړې وو، په کاروبار کې به یې هم ځورولو، چابه چې اسناد درلود هغه یې هم ځورولو او چا چې نه درلودل هغه بې بیخي له پولې را اړولو.″

زده کړې او تعلیم ته نه لاس رسی، د بشرله حقونو څخه د افغان کډوالو په وړاندې د ایران سرغړونه، د عراق او سوریې جګړې ته په اجیاري ډول د دوی استول او کډوالو ته د ویزې نه ورکول په دغه هېواد کې د افغان کډوالو عمده ستونزې دي.

په عین حال کې د افغانستان د ولسي جرګې د کډوالو، بې ځایه شویو، کوچیانو او قبایلو کمیسیون یو شمېر غړي په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې د افغان حکومت په بې توجه يی انتقاد کوي.

د دغه کمیسیون یو غړي محمد نذیراحمدزي ازادۍ راډیوته وویل چې نوی حکومت باید په دې برخه مناسب طرزالعملونه جوړ کړي:

″دا لومړی ځل نه دی، موږڅو ځله ایران ته خپل هیت لېږلی دی، خو ایرانیانو کومې وعدې هم چې له موږ سره کړې دي په وعدو یې عمل نه دی کړی او زه ډیرخوشبینه نه یم چې دا هیت که ایران ته ولاړشي د مهاجرینو ستونزې به حل کړلای شي.

نوې حکومت ته پکارده چې یوه ښه تګلاره ولري او د خپلو قوانینو په چوکاټ کې دوی سره خبرې وکړي او که داسې وي لکه اوس نو بیا افغان دولت ته پکارده چې مهاجرینوته د کار زمینه برابره او بېرته یې خپل هېواد ته راستانه کړي.″

د راپورنو له مخې اوسمهال یو اعشاریه شپږ میلیونه د قانوني اسنادو درلودونکي افغان کډوال او شااوخوا درې میلونه بې اسناده افغان کډوال په ایران کې میشت دي.

ویل کېږي چې په دغه هېواد کې د افغان کډوالو سره د ناسم چلند سره سره لا هم هره ورځ په لسګونه افغانان دغه هېواد ته د تللو په هدف له پلوو اوړي چې ګڼ شمېر یې د نوموړي هیواد د سرحدي ځواکونو له ناوړه چلند سره هم مخ ګېږي.

کارپوهان وايي چې ایران او نورو هیوادونو ته د افغانانو د غیر قانوني تګ د مخنیوي یو لاره په هیواد کې ځوانانو ته د کارکولو د زمینې برابرول دي چې پکاره ده په دغه برخه کې کوتلي او عملي ګامونه واخیستل شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG