د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

د پکتیکا د وروستۍ پیښې په اړه د یو شمېر هېوادونو غبرګونونه


د پکتیکا په یحیی خیلو ولسوالۍ کې وروستۍ خونړۍ انتحاري حملې د یو شمیرهېوادونو او بهرنیو ډیپلوماتانو جدي غبرګونونه هم راپارولي دي.

دوی دغه حمله په شدیدو ټکو غندلې او یوه وحشیانه حمله یې بللې ده.

پاکستان: که څه هم چارواکي او عام افغانان تر ډیره د داسې حملو ترشاد پاکستان لاس بولي، خو پاکستان د پکتیکا خونړۍ حمله غندلې او غیر انساني عمل یی بللی دی.

په کابل کې د پاکستان سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، هیڅ یو دلیل داسې تروریستی حمله نه شي توجیه کولای.

خبرپاڼه وایي، د پاکستان حکومت د افغانستان له زړورو خلکو سره په دې اړه خواخوږي ښيي.

د پاکستان ولسمشرممنون حسین ویلي، تروریزم یوګډ دښمن دی او هیله یې څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه باید د دې په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

د پاکستان صدراعظم نواز شریف هم دغه حمله غندلې ده .

امریکا: په کابل کې د امریکا سفارت د دې حملې د غندلو ترڅنګ ویلي، چې دا یو وحشیانه کار وو او دوی خپله خواخوږي د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره شریکوي.

بریتانیا: په کابل کې د بریتانیا سفیر ریچارد ستګ هم په خپله ټویټرپاڼه کې دغه حملې غندلې او لیکلې یي دي، چې دغه ډول غیر انساني کارونه هیڅ ګټه او لاسته راوړنه نه لري.

کاناډا : د کاناډا د بهرنیو چارو وزیرجان بایر د په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دې ظالمانه حملې یو ځل بیا ملکیان په نښه کړل او په خبره یې یوځل بیا معلومه شوه، چې بې ګنا افغانان د ترویزم قربانیان دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د کاناډا د ټول ولس په استازیتوب د قربانیانو کورنیو ته د خواخوږۍ او تسلیت مراتب وړاندې کوي.

ایساف: په افغانستان کې میشت ایساف ځواکونو هم د پکتیکا حمله یو ناوړه کار بللی او ویلي دي، چې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره په غم کې شریک دي.

یوناما: یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر هم د پکتیکا خونړۍ حمله په شدیدو الفاظو غندلې او ویلې یې دي، دا حمله ښيي، چې ترهګر د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي.

یوناما ویلي، دا ډول حملې د بشري حقونو د نړیوالو موازینو سره په مخالفت کې دي.

XS
SM
MD
LG