د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

د ایران او ۶ قدرتونو ترمنځ خبرې وروستي پړاو ته رسیدلي


د ایران او د نړۍ د شپږو قدرتونو ترمنځ خبرې په ویانا کې وروستي پړاو ته رسیدلي؛ په دې ماناچې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوه توافق ته د رسیدو لپاره وروستي ضرب الاجل ته یواځې څوساعته پاتې دي.

د نړۍ د شپږو قدرتونو او ایران مرکچیان د اتریش په پلازمینه ویانا کې هڅه کوي چې په وروستیو ساعتونو کې چې د ضرب الاجل پوره کېدو ته پاتې دي؛ د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هراړخیزې موافقې ته ورسیږي.

خو چارواکي تمه نه کوي چې نن شپه تردولسو بجو پورې دې یوه موافقه ترلاسه شي.

د راپورونو له مخې تراوسه پورې د ایران د یورانیمو د غني کولو د پروګرام په اړه چې دا هیواد به د څومره او په کوم غلظت د یورانیمو د غني کولو حق ولري؛ اختلافات نه دي حل شوي.

لویدیځ شک کوي چې ایران په پټه د اټومي وسلو په لټه کې دی؛ خو تهران دغه ادعا ردوي.

د لویدیځ او ایران ترمنځ د یوې موافقې د ترلاسه کېدو په صورت کې به تهران د دې ضمانت کوي چې اټومي وسلې به نه تولیدوي او نړیوال هم په بدل کې پردې هیواد لګول شوي بندیزونه چې د دې هیواد اقتصاد یې ځپلی؛ لیرې کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرجان کري پرون د ورځې ناوخته خپل ایراني سیال جواد ظریف ته وړاندیز وکړ چې دواړه لوري دې د ضرب الاجل له پای ته رسیدو وروسته د احتمالي مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

دا لومړی ځل دی چې واشنګټن رسماً دا خبره تاییدوي چې په وروستیو شیبو کې تنده ډيپلوماسي ښایي یوه توافق ته د رسیدو لپاره کافي نه وي.

ایراني چارواکو دغه راز ویلي چې د ضرب الاجل غځیدل یوانتخاب دی.

خو ایراني ډیپلوماټانو داهم ویلي چې که خبرې ناکامه شي؛ دوی به د اقتصادي او ډیپلوماټیک ملاتړ لپاره مسکو او پیکنګ ته مخ ورواړوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په روانو خبرو کې د ګډون لپاره پرون ویانا ته رسیدلی او ټاکل شوې وه چې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې هم نن د ورځې په پیل کې ویانا ته ولاړ شي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر فیلپ هاموند وویل؛ مرکچیان به نن سهارهڅه وکړي چې خبرو ته یو نوی خوزښت ورکړي؛ ترڅو موجود اختلافات پای ته ورسوي.

خو په ویانا کې ډیپلوماټانو چې د روانو خبرو له جریانه خبر دي؛ ویلي چې دا به سخته وي چې یوه موافقه ترلاسه شي.

په عین حال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون له "اې بي سي" ټلویزیون سره په خبرو کې وویل چې که له ایران سره یو توافق ترلاسه شي؛ دی به یې ملاتړ وکړي.

"زه ډاډه یم چې که موږیوه توافق ته ورسیږو چې د تایید وړ وي او دا یقیني کړي چې که ایران یووخت پریکړه وکړي چې اټومي وسلې تولید کړي؛ دا هیواد به په هغه اندازه د یورانیمو د غني کولو توان نه لري چې د اټومي وسلو د تولید لپاره کافي وي. په دې صورت کې به زه نه یواځې دا چې کانګرس ته قناعت ورکوم؛ بلکه کولای شم د امریکا خلکو ته قناعت ورکړم چې دا درست اقدام دی."

له دې پرته چې ښایي د دې ضمانت ونشي چې ایران به ممکن د یورانمیو د غني کولو د پروسې د دوام لپاره خبرې غځوي؛ د اوباما اداره به هڅه وکړي چې د کانګرس معترضو غړیو ته وښیي چې د خبرو دوام یو درست انتخاب دی.

XS
SM
MD
LG