د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۹

د یحیی خېلو د انتحاري برید ټپیان د پېښې په اړه کیسه کوي


په پکتیکا ولایت کې د کافي روغتیایي اسانتیاوو د نشتون له امله د یحیی خېلو د واليبال په میدان کې ټپي شوي شاوخوا ۵۴ ټپیان مرکز کابل ته رواړل شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د روغتیایي برخې مسوول عبدالرزاق سیاوش د دوشنبې په ورځ د سردار دواد خان په څلور سوه بستریز روغتون کې رسنیو ته وویل؛ د پکتیکا د بمي چاودنې ‌ډیر ټپیان ځوانان یا هغه کسان دي چې عمرونه یې له اته لسو کلونو څخه کم دي.

دې ماشومانو د ازادی راډيو سره په خبرو کې وویل چې له خپلو خپلوانو سره د واليبال سیالی لیدلو ته ورغلي وو او له چاودنې وروسته په ځان نه دي خبر چې چېرته او په کوم ځای کې دي:

"پښه مې خوږیږي او خیټه مې اپریشن شوه؛ واليبال ته راغلی وم چې ویې ګورم ډيره غټه چاودنه وشوه بس په ځان نه یم پوه شوی."

په پکتیکا کې په تیر لنډ وخت کې دا دویمه پیښه ده چې ډير قربانیان یې عام خلک دي؛ له دې شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د دوې ولایت د ارګون په ولسوالی کې هم په عام بازار کې د موټر بم چاودنه شوي وه چې د سلو په شاوخوا کې عام خلک یې وژلي او ټپیان کړي وو.

که څه هم افغان چارواکي د یحیی خېلو ولسوالۍ د یکشنبې ورځې د حملي هدف عام خلک بولي؛ خو په دې پیښه کې یو شمیر ټپیانو ازادي راډيو ته وویل؛ د واليبال لیدلو ته سیمه ییز پولیس هم ورغلي وو چې د دوی په ګمان د چاوندې هدف د یحیی خیلو ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو قوماندان باول خان و چې د وسله والو مخالفانو ډير ضد و:

"زه په محلي پولیسو کې یم، باول خان قوماندان هم راسره و؛ دوی چاودنې ته داسې وخت کتلای و چې دا خلک څومره ډير شي ښه دي؛ موږ چې تللو چاودنه یې وکړه او د بم چارې په ما لګیدلي دي."

خو د پکتیکا د امنیې قوماندان نبي جان ملاخیل بیا په سیمه کې د تماشاچیانو شپږو محلي پولیسو شتون تایدوي او وایي له دې پرته په سیمه کې قوماندان یا کوم بل لوړپوړی حکومتي چارواکی نه و:

"هلته هیڅ کوم چارواکي یا قوماندان حضور نه درلود؛ څو محدود پولیس هلته د لوبې د لیدو لپاره تللي وو؛ شپږ محلي پولیس په کې وژل شوي دي او قوماندان هلته نه دی تللی الحمدالله هغه روغ رمټ دی."

نوموړی وایي، د دولت مخالفین د مخامخ جګړې توان نه لري او په داسې حملو غواړي خلکو ته خپل توان وښایي.

دا په داسې حال کې ده چې په تیره یوه میاشت کې په نظامي او ملکي کسانو د وسله والو کسانو له خوا بریدونه او چاودنې ډيرې شوي دي.

خو د پکتیکا د یحیی خیلو ولسوالۍ د غیبي خیلو د کلي د یکشنبې ورځې بمې چاودنه وروستی هغه چاودنه ده چې د د فاع وزارت په وینا ۵۰ کسان په کې وژل شوي او تر ۶۳ نور یې ټپیان کړي دي.

XS
SM
MD
LG