د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۵

ولسمشر اشرف غني د سارک په سرمشريزه کې ګډون کوي


د نیپال پلازمینه کتمندو به روانه اونۍ د سارک د سازمان د سرمشریزې کوربه وي.

د هند نوی صدراعظم به چې د لومړي ځل لپاره د جنوبي آسیا د همکارۍ د سازمان په سرمشریزه کې ګډون کوي، هڅه وکړي چې په سیمه کې د چین د مخ په زیاتیدونکي نفوذ مخه ډب کړي.

خوکارپوهان دې ته په پام سره چې له اسلام آباد سره د نوي ډیلي کړکیچ دوام لري، د زیات بریالیتوب تمه نه کوي.

دا سرمشریزه په داسې حال کې جوړیږي چې په وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیرپه پوله شخړې زیاتې شوي او دواړه هیوادونه د ملکي تلفاتو ملامتي پریوبل اچوي. دغه راز له افغانستانه هم چې د فرانسپرس خبري اژانس په وینا نوی ډیلی او اسلام اباد پرې د نفوذ د زیاتوالي هڅه کوي، د ناتو په مشرۍ محارب ځواکونه وتلو ته تیاری نیسي.

د هند صدراعظم نرندرا مودي چې د صدراعظم په توګه له ټاکل کیدووروسته یې د خپلو ګاونډیانو په وړاندې د جاذبې یوه فعال سیاست ته مخه کړې، داسې هیلې یې زیاتې کړي چې ګواکې نوموړی به د جنوبي آسیا د سیمه ییزې همکارۍ په سازمان کې نوې ساه پوه کړي.

د واشنګټن بروکینګس انستیوت وایي مودي د سارک د سازمان چې سابقې ته ته په پام سره یې د یوه غیرفعال نړیوال سازمان په سترګه کتل کیږي، د اغیزمنتوب په اړه نوې هیلې راټوکولې وې. خود کشمیرپه پوله د وروستیو اونیو پیښو له دغې سرمشریزې د لاس ته راوړنو په اړه انتظارات کم کړي دي.

نرندرامودي هغه مهال خپل دریځ نرم کړچې د صدارعظم په توګه د لوړې د پرځای کولو مراسمو ته یې د خپل پاکستاني سیال نوازشریف په ګډون د سارک مشران وربللي و.

خو څو میاشتې وروسته د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ د روغې جوړې هڅې هغه مهال ټکنۍ شوې چې هند له پاکستان سره په لوړه کچه د سولې خبرې لغوکړې. نوي ډیلي دا کار په نوي ډیلي کې د اسلام اباد د سفیر د هغه اقدام په عکس العمل کې وکړچې د کشمیرله جلاغوښتونکو سره یې لیدلي و.

د فرانسپرس په وینا د هند نوي ښي اړخي ملتپال حکومت د بل هرمخکیني حکومت په نسبت د پاکستان په وړاندې سخت سیاست غوره کړی دی.

مودي د وروستیو شخړو په اړه په خبرو کې اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې وخت بدل شوی او له دې وروسته به د پاکستان زوړچلند ونه زغمل شي.

چین چې په سیمه کې یې د هند له زاړه سیال پاکستان سره یوټینګ سیاسي اتحاد رامنځ ته کړی، په وروستیو کې پیکنګ د سریلانکا، مالدیف او نیپال په ګډون د جنوبي آسیا له هیوادونو سره هم اقتصادي اړیکي پراخ کړي دي.

له راپورسره سم هند او پاکستان په خپلو کې د افغانستان پرسرهم سیالي کوي په تیره بیا اوس چې نړیوال ځواکونه له دې هیواده وتلو ته تیاری نیسي، نوی ډیلی او اسلام اباد هڅه کوي چې پرکابل خپل نفوذ زیات کړي.

هند چې په سیمه کې یو د افغانستان سترمرستندویه هیواد دی اوغواړي په دې هیواد کې پانګونه زیاته کړي، په پام کې ده چې نرندرا مودي د لومړی ځل لپاره په دې سرمشریزه کې له نوي افغان ولسمشراشرف غني سره خبرې وکړي.

د سارک د غړیو هیوادونو د سرمشریزې چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به یې د نیپال پلازمینه کتمندو کوربه وي، اجندا نده مشخصه خو د نیپال د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي و چې په دې سرمشریزه کې به د بې وزلۍ د له منځه وړلو، عمومي روغتیا، کرهڼې، توریزم اود هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ چې د خراب ترانسپورټي سیستم له کبله یې چندا وده نده کړي، خبرې وشي.

د سارک د همکارۍ په سازمان کې، افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، نیپال، مالدیف، پاکستان او سریلانکا غړیتوب لري.

XS
SM
MD
LG