د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

نواز شريف د سارک په غونډه کې ګډون کوي


ټاکل شوې ده، چې د پاکستان صدراعظم نواز شريف به نن د يوه پلاوي په ملتيا د سارک په سرمشريزه غونډه کې د ګډون لپاره د نيپال پلازمېنې کټمنډو ته لاړ شي.

د سيمه ييزې همکارۍ لپاره د سويلي اسيا ټولنې يا سارګ د غړيو هېوادونو ١٨مه غونډه چې د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو به یې د نیپال پلازمینه کتمندو کوربه وي، اجنډا نه ده مشخصه خو د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ ویلي و چې په دې سرمشریزه کې به د بې وزلۍ د له منځه وړلو، عمومي روغتیا، کرهڼې، تورېزم او د غړيو هیوادونو ترمنځ پر سوداګرۍ خبرې وشي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت له خوا په خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي، چې صدراعظم نواز شريف به د سارک سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ د ژورو دوه اړخيزو اړيکيو لپاره په دې غونډه کې ګدون وکړي او همداراز به د غونډې په حاشيه کې د غړيو هېوادونو له يو شمېر مشرانو سره هم وګوري او پر سيمه ييز او دوه اړخيزو اړيکيو به ورسره خبرې وکړي.

په نيپال کې دا سرمشریزه په داسې حال کې جوړیږي چې په وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سرشخړې زیاتې شوي او همداراز د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو پر وېشل شوې پوله يا کنټرول لاين پر يو بل بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دواړو غاړو ته زيانونه اړولي.

مودي د وروستیو شخړو په اړه په خبرو کې اسلام اباد ته خبرداری ورکړی چې وخت بدل شوی او له دې وروسته به د پاکستان زوړچلند ونه زغمل شي.

که څه هم د هند د بهرنيو چارو وزارت څو ورځې مخکې ويلي وو، چې د سارک په غونډه کې به ښايي د نريندرا مودي او د صدراعظم نواز شريف له يو بل سره وګوري، خو د نواز شريف ځانګړي سلاکار طارق فاطمي د دوشنبې په ورځ رسنيو ته ويلي، چې د نواز شريف او مودي ليدل له امکان بهر دي.

د فاطمي په خبره پاکستان له خپلو ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښې پياوړې اقتصادي او سوداګريزې اړيکي غواړي، خو د کشمير مسيله د پاکستان د بهرنۍ پاليسۍ مرکزي نقطعه دى او ترڅو چې دا مساله اواره شوې نه وي، له هند سره وضعيت نورمالېدل لرې خبره ده.

د اسلام آباد او نوي ډیلي ترمنځ د روغې جوړې هڅې هغه مهال ټکنۍ شوې چې هند له پاکستان سره په لوړه کچه د سولې خبرې لغوه کړې.

د يادونې وړ ده، چې د سارک د همکارۍ په سازمان کې، افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، نیپال، مالدیف، پاکستان او سریلانکا غړیتوب لري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG