د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۷

عبدالله عبدالله د پکتیکا د قربانیانو له کورنیو سره یي غمشریکې وکړه


د یکشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو کې یوه ځان وژونکې حمله وکړه او ۵۷ بې ګناه ملکيان یي چې د والیبیال لوبې سیالۍ ته راټول شوي وو، ووژل او په لسګونو نور یي ټپیان کړل.

دا وحشیانه عمل افغان چارواکو، مدني ټولنو، نړېوالو مشرانو او سازمانونو په کلکه غندلی دی.

د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د پکتیکا ولایت یحیی خیلو ته لاړ او د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره یي غمشریکې وکړه.

د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ د یحیی خیلو ولسوالۍ د تروریستي حملې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ او همدردۍ په مقصد دغې ولسوالۍ ته ولاړ او دا حمله یي یو وحشیانه او تروریستې عمل وباله او ویي ویل چې دا د افغانستان له بې ګناه خلکو سره دښمنې ده.

د یکشنبې د ورځې په حمله کې د پکتیکا ولایت په یحیی خیلو کې ۵۷ کسان ووژل شول او له اویاو زیات ټپیان شوي دي.

جمهوررئیس اشرف غني د یکشنبې په ورځ د پېښې د ټپیانو چې کابل ته د درملنې لپاره وړل شوي، پوښتنه وکړه او ټپي شویو کوچنیانو ته یي ډاډګیرنه ورکړه.

له جمهوررئیس غني مخکې د هغه لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم د ټپیانو د احوال پوښتنه کړې وه.

اجرائیوي رئیس عبدالله عبدالله چې د دوشنبې په ورځ یحیی خیلو ولسوالۍ ته تللی و، د پیښې د قربانیانو کورنیو او خپلوانو ته یي خواخوږۍ او ډادګیرنې پرمهال وویل، د ملي وحدت حکومت یي په دي غم او ویرکې شریک دی او زیاته یي کړه، حکومت د دې غمیزې د ختمولو لپاره چې له کلونو کلونو راهیسي یي افغانان زیانمن کړي، هلې ځلي کوي.

ځان وژونکې د یکشنبې په ورځ په داسې حال کې پرځان پورې تړلې مواد وچول چې په سلګونو کسان په یحیی خیلو ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ ته راټول شوي وو.

دي پیښې په ټول افغانستان کې د خلکو غوسه راپارولې او ان ازادي راډیو ته په پیغامونو کې د طالبانو ملاتړو هم دا یوه ناځوانمردانه او وحشیانه حمله بللې او غندلې ده:

″دا یو ناځوانمردانه عمل دی، زه په خپله د مجاهدینو او طالبانو همکار یم، خو دا وحشیانه عمل غندم. دا ممکن د طالبانو کار نه وي.″

د افغانستان د ملي امنیت ریاست د یکشنبې په ورځ وویل، دا وژونکې او خونړۍ حمله حقانې شبکې تنظیم او عملي کړې ده.

XS
SM
MD
LG