د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

امریکا به افغانستان ته اضافي پوځیان واستوي


د امریکا متحد ایالتونه غواړي چې په افغانستان کې راتلونکی کال د خپلو پاتیدونکو پوځیانو شمیر تر هغه زیات کړي چې مخکې یې ویلي وو.

رویټرز اژانس د دریو امریکایي سرچینو په وینا راپور ورکوي چې له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته چې کومه خلا رامنځته کیږي د هغې د ډکولو لپاره امریکا دا اقدام کوي.

یوې سرچینې ویلي دي چې په افغانستان کې د پاتي کیدونکو امریکایي پوځیانو پر شمېرموافقه شوې ده خو اوس واشنګټن غواړي چې څو سوه نور پوځیان هم په افغانستان کې پریږدي. همدغه منبع زیاتوي، که چیرته امریکا داسې ونه کړي نو په افغانستان کې به خپلې اډې له لاسه ورکړي.

د امریکا له ژمنې سره سم د حل لاره دا ده چې نور ملتونه چې مخکې یې ژمنه کړې وه خپلې ژمنې پر ځای کړي او که داسې نه شي نو واشنګتن به تر زرو پورې نور پوځیان په افغانستان کې پریږدي.

دغه شمیره درې سره سرچینو رویټرز اژانس ته تایید کړې ده خو ویلي یې دي چې لاهم د شمیر پر سر بحثونه روان دي او دا له دې سره ارتباط لري چې نور هیوادونه خپلې ژمنې څومره ترسره کوي.

دغو امریکایي سرچینو چې له معرفي کولو یې ډډه کوله، وویل دغه اضافي پوځیان به د افغان ځواکونو مرسته کوي، هغوی به روزي او سلامشورې به ورکوي.

ټاکل شوې ده چې په څه باندې یوې میاشتې کې د نړیوالو پوځیانو محارب ماموریت چې د القاعده او طالبانو پرضد پیل شوی وو، وروسته له دیارلس کلونو په افغانستان کې پای ته ورسیږي.

د امریکا ولسمشر د مې په میاشت کې اعلان کړی و چې د روان میلادي کال تر اخره به د امریکایي پوځیانو شمیر په افغانستان کې ۹۸۰۰ تنو ته راکم شي، بیا به د دغو سرتیرو نیمایي په ۲۰۱۵ کال کې له افغانستانه ووځي او د ۲۰۱۶ کال تر اخره به یوازې دومره امریکایي پوځیان په افغانستان کې وي چې د دوی د سفارت ساتنه کوي.

په افغانستان کې په ۲۰۱۵ کال کې د امریکایي ځواکونو د شمیر د زیاتیدو خبره وروسته تر دې خپریږي چې د تیرې اونۍ په وروستیو کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړ چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما خپلو پوځیانو ته اجازه ورکړې ده چې په ۲۰۱۵ کال کې هم په افغانستان کې پوځي علمیاتو ته دوام ورکړي. تر دې مخکې امریکا ویلي وو چې پوځي ماموریت به یې د روان کال تر پای پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG