د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

شمالي وزيرستان: د پاکستان جنګي الوتکو ٢٠ وسله وال وژلي


د پاکستان پوځي مقامات وايي، چې د دې هېواد هوايي ځواک د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د وسله والو پر مرکزونو او پټنځايونو تازه هوايي بريدونه کړي، چې په نتيجه کې يې دوى ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د پاکستان پوځي مقاماتو رسنيو ته ويلي، چې ددې هېواد جنګي جټ الوتکو د سې شنبې په ورځ افغان پولي ته نزدې د شمالي وزيرستان په دتاخېلو کې د مېېشتو سخت دريځه وسله والو پر مرکزونو هوايي بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې لږ ترلږه ٢٠ وسله وال وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي.

دوى همداراز وايي، چې په دغو بريدونو کې د پاکستانيو طالبانو په ګډون ځيني بهرني وسله وال هم وژلي او د هغوى ډېرى مرکزونه يې له منځه وړي دي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې پاکستانيو الوتکو د سې شنبې په ورځ په دتاخېلو کې درنه بمباري کړې، خو په سيمه کې د مخابراتي شبکو د اسانتياوو د نشتوالي له امله پکې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه شي ترلاسه کېداى.

ناتاييد شوي راپورونه وايي، چې په دغو بريدونو کې ځينې بهرني وسله وال هم وژل شوي دي، خو د هويت په اړه يې لا کره معلومات نه دي ترلاسه شي.

افغان پولې ته نزدې په شمالي وزيرستان کې دا بريدونه تر هغې وروسته شوي، چې د يکشنبې په ورځ د افغان ولايت پکتيکا په يحيى خېلو کې د واليبال د لوبې پر مهال يوه ځانمرګي بريد تر ٥٠ زيات ملکي کسان وژلي او ګڼ شمېر نور ټپيان کړي وو.

که څه هم ددې بريد مسووليت کومې وسله والې ډلې نه دى منلى، خو افغان دولت وايي چې دا بريد د حقاني شبکې کړى دى.

د پاکستان د استخباراتي ادارې يوه چارواکي، چې نوم يې نه دى اخيستى فرانسپريس خبري اژانس ته ويلي، چې افغان پولې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په ډوګامداخېل سيمه کې د پاکستانيو جنګي جټ الوتکو د هوايي بريدونو په وژل شويو کې د حفاظ ګل بهادر ډلې پر وسله والو سربېره، د حقاني شبکې د يوه ځايي قومندان په ګډون ددې ډلې ٧ وسله وال هم شامل دي.

پاکستانيو ځواکونو د روان کال د جون په ١٥مه نېټه ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضذ پراخ پوځي عمليات پيل کړي.

دوى ادعا کوي، چې په دغو عملياتو کې يې تر دې دمه ١٢٠٠ وسله وال وژلي او ددې سيمې ٩٠ سلنه برخه يې له وسله والو پاکه کړې ده.

که څه هم د پاکستان پوځي مقامات په شمالي وزيرستان کې په پيل کړو عملياتو کې د پراخو برياوو ادعا کوي، خو ددې هېواد د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر څارونکي هم د پوځ ادعاوو ته په اشاره وايي، چې د دوى د عملياتو برياليتوب به هغه مهال څرګند شي، چې د شمالي وزيرستان بې کوره شوي خلک بېرته خپلو سيمو ته ستانه شي.

ياده دې وي، چې خپلواکو او ځايي سرچينو ددوى ددغې ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې دوى سيمې ته د خبريالان نه ورپرېږدي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG