د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د لویدیځ ابخازیا او جنوبي اوستیا د الحاق په اړه پوښتنه نه پیدا کیږي


د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ګریګوري کراسین ازادۍ راډیوته وویل چې د دې سوال نه پیدا کیږي چې دا سیمې روسیه د خپلې خاورې برخه کړي
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ګریګوري کراسین ازادۍ راډیوته وویل چې د دې سوال نه پیدا کیږي چې دا سیمې روسیه د خپلې خاورې برخه کړي

روسیې دا تورونه رد کړل چې له ګرجستان څخه بیلې شوې سیمې ابخازیا او جنوبي اوسیتیا له خپلې خاورې سره یوځای کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ګریګوري کراسین ازادۍ راډیوته وویل چې د دې سوال نه پیدا کیږي چې دا سیمې روسیه د خپلې خاورې برخه کړي:

″ابخازیا او جنوبي اوسیتا له شپږ کلونو راهیسې زموږ شریکان دي. موږ دغه سیمې د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت پیژندلي دي.

د دې سیمو د الحاق په اړه سوال نه پیدا کیږي. ستراتیژیک تړون یو مخ شفاف سند دی چې په عملي ډول په ټولو برخو کې دوه اړخیزه همکاري رانغاړي، چې په دې کې زموږ ګډ امنیت شامل دی، دا واضح ده، ځکه چې ابخازیا زموږ ګاونډۍ ده او په ابخازیا کې پیښې د روسیې پر امنیت تاثیر کوي یا برعکس.″

ګرجستان او لویدیځ د روسیې او ابخازیا تر منځ پر ستراتیژیک تړون چې د دوشنبې په ورځ د دواړو لوریو تر منځ لاسلیک شو، اعتراض کړی دی.

د ګرجستان د بهرنیو چارو وزارت دا تړون له روسیې سره د ابخازیا د یوځای کیدو لور ته یو ګام وباله.

د روسیې او ابخازیا د ستراتیژیک تړون له مخې د دواړو خواوو تر منځ د یوه کال په موده کې د یوه ګډ پوځ د جوړیدو غوښتنه شوې ده او روسیه به د ابخازیا د پوځ له مجهز کیدو سره مرسته کوي.

د تړون له مخې پر ابخازیا برید پر روسیې برید دی او پر روسیې حمله پر ابخازیا حمله ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین وایي، روسیه چې کومه سبسایډي ابخازیا ته ورکوي راتلونکی کال به هغه دوه برابره کړي چې اندازه به یې نژدې دوه سوه میلیونه ډالرو ته ورسیږي.

ابخازیا د نویمو میلادي کلونو په لومړیو کې له ګرجستانه بیله شوه او د دې سیمې اکثر ګرجي اوسیدونکي مهاجر شول.

مسکو ابخازیا او جنوبي اوسیتا په ۲۰۰۸ کال کې له ګرجستان سره له یوې لنډې جګړې وروسته د خپلواکو دولتونو په توګه په رسمیت وپیژندل.

په ګرجستان کې یو شمیر چارواکي دا اندیښنه لري چې ماسکو به ورته تړون له جنوبي اوسیتا سره وکړي، دغه سیمه هسې هم له اقتصادي او سیاسي اړخه پر ماسکو متکي ده.

XS
SM
MD
LG