د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

افغانستان د تورې بحیرې له لارې له اروپا سره تجارتي اړيکې ټینګوي


افغان حکومت هڅې کوي چې د تورې بحیرې له لارې له اروپايي هېوادونه سره تجارتي او ترانزیتي اړيکې ټینګ کړي.

د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له چارواکو سره په یوې ګډه خبري ناسته کې د سې شنبې په ورځ په کابل کې وویل، د ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکېي چارواکو د افغانستان له دې هڅې سره موافقه ښودلې او هیله ده چې په نږدې دوه درې اونیوکې ورسره تفاهم نامې او تړونونه لاسلیک شي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د لاجوردو ترانزیتي لار، د هېواد صادراتو او وارداتو ته تر ټولو ارزانه او خوندي لاره ده.

افغان حکومت هڅې تیزې کړي چې د منځنی اسیا د هېوادونو او تورې بحیرې له لارې، له اروپایي هېوادونو سره ترانزیتي او سوداګریزې اړیکې پراخ کړي.

دا لاره د لاجوردو لار نومول شوې او د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ مهمه رابطه بلل کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو ريیس حیداله ویس د سې شنبې په ورځ د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له چارواکو سره په یوې ګډه خبري ناسته کې وویل، د لاجوردو لار به د پاکستان د کراچې او د ایران د عباس پربندرونو سربیره، د افغانستان او اروپايي هېوادونو ترمنځ د ترانزیت او سوداګرۍ تر ټولو ارزانه او خوندي لاره اوسي.

ښاغلی ویس وویل، د افغانستان او اروپایي هېوادونو ترمنځ د لاجوردو په ترانزیتي او سوداګریزه لاره کې د افغانستان په ګډون، ترکمنستان اذربایجان، ګرجستان او ترکېه شامل دي:

″موږ په دې برخه کې د څلور واړو هېوادونو سیاسي ملاتړ لرو، مسوده هم طرح شوې، علاقمندي هم ورسره زیاته ده. تخنیکي موضوعګانې باندې به يي بحث وشي او هیله ده په نږدې راتلونکي کې پنځه اړخیزه تفاهمنامه لاسلیک شي.″

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د لاجوردو د لارې د پروژې په تخنیکي موضوعګانو خبرې شوي او هیله ده چې وروستی تفاهمنامه یي د روان میلادي کال د ډسمبرپه میاشت کې د پنځه واړو هېوادونو ترمنځ د ګرجستان په تبلیسي ښار کې لاسلیک شي.

د لاجوردو لار، افغانستان د فاریاب ولایت د اقینې او د هرات ولایت د تورغنډۍ له بندرونو څخه، له اروپایي هېوادونو سره نښلوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغان حکومت د دې نوښت هرکلی کوي او وايي چې د دې لارې په فعالیدو سره به د هېواد صادرات په لږه موده، ارزانه بیه او په ډاډمنه توګه، اروپایي هېوادونو ته ورسیږي. د دې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل:

″دا لاره د ترانزیت له پلوه موږته حیاتي ارزښت لري، خو د سوداګرۍ او صنایعو خونه او خصوصي سکتور له دولته جدي غوښتنه لري، چې ګاونډیو زموږ ترانزیتي ستونزې حل کړي، په تیرو دیارلسو کلونوکې له پاکستان زموږ ترانزیتي ستونزې حل نه شوې.

هیله ده د دې لارې تفاهم د کاغذ پرمخ پاتې نه شي بلکې عملي دې شي.″

افغانستان اوس مهال د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او د اروپا له ځینو هېوادونو سره تجارتي راکړه ورکړه لري چې اکثره د پاکستان د کراچې بندر له لارې ترسره کېږي.

افغان سوداګرو ډیر ځله شکایت کړی چې صادراتي او وارداتي مالونه یي د ګاونډیو هېوادونو په بندرونو کې په میاشتو میاشتو ایساریږي او د دې له امله ورته مالي زیانونه اوړي.

خو افغان چارواکي د لاجوردو د لارې له فعالیدو سره به شته ستونزې کمې شي.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG