د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

امریکايي بې پیلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان٦ مشکوک وسله وال ووژل


د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د سخت دريځه وسله والو پر يوه مرکز تازه بريد کړى، چې په نتيجه کې يې دوى ته درانه تلفات اړولي دي.

د شمالي وزيرستان د ځايي امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي، چې د امريکا بې پيلوټۀ الوتکو د چهارشنبې په ورځ افغان پولې ته نزدې د شمالي او جنوبي وزيرستان پر پوله د دتاخېلو په په کونډ سر نومي ځاى کې پر يوه کور پرله پسې دوه توغندي وېشتي، چې په ترڅ کې يې لږ تر لږۀ ٦ مشکوک وسله وال وژل شوياو ٣ نور ټپيان شوي دي.

ناتائید شوي راپورونه وايي، چې په وژل شویو کې دوه تنه بهرني وسله وال هم شامل دي خو د هویت په باب يې لا کره معلومات ندي ورکړل شوي.

يوې باخبرې ځايي سرچينې د نوم و غږ نه خپرولو په شرط ازادي راډيو ته وويل، چې بې پيلوټه الوتکو په سيمه کې پر هغه کور او موټر توغندي وېشتي، چې د وروستیو معلوماتو له مخې مشکوک وسله وال جنګيالي پکې اوسېدل.

نوموړي زياته کړه، چې په سيمه کې له بريد وروسته تر ډېره پورې د بې پېلوټه الوتکو ټيټ پروازونه هم روان وو.

پر شمالي وزيرستان دا بريد تر هغې يو ورځ وروسته شوى، چې دغو الوتکو پر پاک_ افغان پوله پر يوه کور بريد کړى و، چې په ترڅ کې يې د راپورونو له مخې د پاکستاني وسله والو طالبانو مشر ملا فضل الله روغ وتى و.

په دې وروستيو کې د اسلام اباد له مخامخ مخالفت سره سره په داسې حال کې پر وزیرستانونو د بې پيلوټه الوتکو بریدونو يو ځل بیا زور اخیستی، چې پاکستانيو ځواکونو پکې د جون له ١٥ مې نېټې راهيسې پوځي عمليات پيل کړي او د پراخو برياوو ادعا کوي.

خو د پاکستان د سياسي او قبايلي چارو ځينې څآرونکي بيا د بې پيلوټۀ الوتکو د وروستيو بريدونو په اړه وايي، چې په شمالي وزيرستان کې اوس هم د ترورېستانو مرکزونه او شبکه فعاله ده، نو ځکه پرې دا بريدونه کېږي.

د سياسي چارو کارپوه خادم حسين له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

" د ترهګرو کوم نېټ ورک دى، نو د هغه نېټ ورک زيات مرکزونه يا قيادت شمالي وزيرستان کې طبيعي طور موجود دى، اګرچې عملي طور ټول پاکستان کې دى. د هغې د وجې نه زما خيال دى د امريکې پاليسي دا ده، چې دغلته دغه نېټ ورک ته څه ناڅه زيان ورسېدى شي، نو هلته به نېټو او افغان دولت ته اساني پيدا شي او دلته به پاکستاني حکومت ته اساني پيدا شي."

د يادونې وړ ده، چې که څه هم اسلام اباد دا حملې پر خپله خاوره تیری خو متحد ایالات يې د ترورېزم ضد جګړې یوه برخه او د سخت دریځو د ځپلو تر ټولو غوره وسیله ګڼي.

د يادونې وړ ده، چې له ۲۰۰۴م میلادي کال راهیسې د پاکستان پر قبايلي سیمو په سلګونو دغه ډول حملې شوي، چې په ترڅ کې يې د پاکستاني طالبانو د پخوانيو مشرانو بيت الله محسود او حکيم الله محسود په ګډون د القاعده ګڼ شمیر مهم مشران او د سر سړي وژل شوي دي.


راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG