د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۹

په افغانستان کې د ۳،۸ میلیونه اړو کسانو لپاره د بشري مرستو غوښتنه


ملګروملتونو له نړېوالوڅخه ۲۰۱۵ میلادي کال ته په افغانستان کې د بشري مرستولپاره د څه باندې څلورسوه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړه.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ مسول مارک باوډن د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د وینا پرمهال دا مرستې د افغانستان لپاره اړینې وبللې.

په همدې حال کې د حکومت اجرایې رییس عبدالله عبدالله ډاډ ورکړ چې حکومت به له افغانستان سره شوي بشري مرستې په شفاف ډول ولګوي.

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستو د همغږۍ مسول وایي، راتلونکی میلادی کال یې له نړېوالوڅخه په افغانستان کې د ۳،۸ میلیونه اړو کسانو لپاره د بشري مرستو غوښتنه کړې ده.

مارک باوډن د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډې کې وویل چې، د دغه شمېرکسانو لپاره د غوښتل شویو مرستو اندازه څه باندې څلورسوه میلیونه ډالر ده.

ښاغلي باوډن د دې مرستو د اندازې او دا چې په کومو برخوکې به ولګول شي وویل:

″زه نن دلته د بشري مرستو د همغږې کوونکي په صفت راغلی یم څو ستاسو سره په افغانستان کې د مهمو اړتیاو په اړه معلومات شریک کړم او د راتلونکې کال لپاره د دغو اړتیاو د رفع کولو په خاطر د څلور سوه او پنځه میلیونه ډالرو غوښتنه وکړم. په ځانګړي توګه د روغتیایې خدماتو، بې ځایه شویو، د راستنو شویو کډوالو او له طبیعي پيښو سره د مبارزې په برخه کې.″

مارک باوډن که څه هم وویل چې په نړۍ کې د عراق او سوریې په شان ستونزو له امله د نړېوالې ټولنې بودجه کمه شوې ده، خو تمه یې څرګنده کړه چې نړۍ افغانستان هیر نه کړي.

نوموړی وایې، دا مهال شاوخوا ۲،۲ میلیونه افغانان خوراکي مصونیت نه لري، ۱،۲ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخامخ دي، شاوخوا یو لک او څلویښت زره کسان د ناامنیو له امله بې ځای شوي، دوه لکه او پنځوس زره کسان له طبعي پيښو څخه زیانمن شوي او دیرش زره پاکستاني کورنیو افغانستان ته پناه راوړې ده.

خو ده په افغانستان کې اړو کسانو ته د مرستې رسونې پر وړاندې عمده خنډ ناامنۍ یادې کړې.

مارک باوډن وویل چې روان میلادي کال د خیریه موسسو ۳۶ غړي د نا امنیو له امله وژل شوي دي او په افغانستان کې یې پر ښکیلو کسانو غږ وکړ چې د بشري مرستو د رسونکو خوندیتوب ته پام وکړي.

په دغه غونډه کې د افغانستان لپاره د بریتانیا د نړېوالې پراختیایې ادارې مسول کریس آسټین هم وار له مخې له دغه هېواد سره د خپلو دوامداره مرستو ډاډ ور کړ او ټینګار یې وکړ چې په افغانستان کې اړو کسانو ته باید ژر تر ژره مرستې ورسول شي.

په همدې حال کې د حکومت اجرایې ریس وویل چې، افغانستان لا هم د هغو هیوادونو څخه دی چې د نړیوالې ټولنې بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

عبدالله عبدالله د بشري مرستو په رسولوکې د حکومت له لوري د حساب ورکونې او شفافیت ډاډ ورکړ:

″نن د افغانستان خلک په مجموعي توګه د نړېوالې ټولنې بشري مرستو ته اړتیا لري او په دې برخه کې د شفافیت د تامینولو او حساب ورکونې لپاره د افغانستان د چمتوالي ډاډ درکوم. په عین وخت کې ټينګار کوم چې، ټولې خیریه موسسې دې هم د بشري مرستو په برخه کې شفافیت او حساب ورکونه ثابت کړي.″

ښاغلي عبدالله د بشري فعالینو د امنیت خوندي کول د حکومت مسولیت و باله او پر وسله والو مخالفینو یې هم غږ وکړ چې زیانمن شویو افغانانو ته د بشري مرستو د رسولو خنډ ونه ګرځي.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۴ کال کې هم له نړېوالې ټولنې څخه د افغانستان لپاره د ۴۰۶ میلیونه ډالر غوښتنه کړې وه چې د مسولینو په خبره شپیته فیصده دغه مرستې ترلاسه او عملي شوي دي.

د وروستیو معلوماتو له مخې، په افغانستان کې دا مهال شاوخوا اووه میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري چې د کارپوهان په باور وروستیو ناامنیو او طبعي پيښو ته په کتو ممکن په دغه هیواد کې د اړو کسانو شمیر ورځ تر بلې مخ په زیاتیدو وي.

XS
SM
MD
LG