I.L.O. یا د کار نړېواله اداره په خپلې یوې نوې سروې کې وايي چې په افغانستان کې په زرګونو ماشومان په شاقه کارونو بوخت دي چې یو شمېریې د خښتو په بټیو کې کار کوي.
د دې ادارې مشرد چهارشنبې په ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له چارواکو سره په یوې ګډه خبري ناستې کې وویل، هغه ماشومان چې د خښتو په بټیو کې کارکوي، له جسمي او رواني ستونزو سره مخ دي.
ده پرافغان حکومت او نړېوالې ټولنې تاکید وکړچې د دې ماشومانو د وضعیت ښه کیدو ته تدابیر ونیسي.
د کار او ټولنیزوچارو وزارت چارواکو وویل، په دې هکله یو لړ عملي پروګرامونه پیل کړي خو کافی نه دي. تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو: