د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

کوټه: د پوليو ضد کمپاين پرکارکوونکيو حمله شوې


نن په کوټه کې د پوليو ضد کمپاين پرکارکوونکيو حمله شوې، چې د درو ښځو په شمول څلورتنه وژل شوي او درې ښځې ټپي شوې دي.

په بلوچستان کې سږکال د پوليو دوولس پېښې ثبت شوي دي او په کليوالو سيموکې د واکسيناسيون د نيمګړي کمپاين له امله احتمال شته، چې نورې پېښې هم ثبت شي.

د چارشنبې په ورځ د کوټې ښارجنوب ختيځ لورته په ختيځ بايپاس سيمه کې د پوليو په ضد د واکسيناسيون ډلې پر کارکوونکيو وسلوال بريد وشو، چې د يوه نارينه په شمول اوو ښځينه طبي کارکوونکيو ته يې مرګ ژوبله ور واړوله.

پوليس چارواکي وايي، د پوليوپه ضد د واکسينېشن ډله په يوه سوزوکي موټرکې د کوټې ښارخواته را روانه وه، چې پريوه موټرسايکل سپاره دوه کسان ورته درېدلي، په موټرکې پرناستو ټولو ښځينه کارکوونکيو يې ناببره ډزې کړي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

پوليس وايي، د ډزو په نتيجه کې دوې ښځينه روغتيايي کارکوونکي ځاى په ځاى وژل شوې دي او يوې ښځينه او بل نارينه کارکوونکي د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړه.

نن په کوټه کې د پوليوپه ضد ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو د ځانګړي کمپاين وروستۍ ورځ وه، خو په دې وروستۍ ورځ د واکسينېشن پر کارکوونکيو بريد وشو.

په حمله کې وژل شوي او ټپيان سمدستي د کوټې ملکي روغتون ته راوړل شول.

يوه ټپي مېرمن وايي، نورامنيتي کسان ورسره نه وو، يواځې يو پوليس ورسره وو، خو د حملې په وخت يې هغه هم مرستې ته رانغى او موټرسايکل سپرو وسلوالو پر دوى ډزې وکړې:

"يو موټرسايکل راغى زموږ موټر يې و دراوه، دوه تنه وو يو پر موټرسايکل ناست وو هغه بل پر موږ ډزې پيل کړې، زه مخته ناسته وم لومړى يې پر ما ډزې وکړې بيا شاته ورغى پر ټول ښځو يې ډزې وکړې، يو پوليس لرې ولاړ وو هغه هم رانغى، موږ هر چاته نارې وهلې خو هيڅوک هم رانغى، يو بل موټرسايکل وال راغى زموږ موټر يې روغتون ته را و رساوه، موږ نهه ښځې وو او يو موټرچلوونکى وو."

په بلوچستان کې د ٢٠١٣م کال له پيله د روان کال ترجولاى پورې د پوليو هيڅ يوه پېښه نه وه ثبت شوې او د بلوچستان د روغتيا وزارت ادعا کوله، چې دغه ايالت نور د ګوزڼ له زيانمنې ناروغۍ پاک شو، خو د جولاى په مياشت کې چې په کلاعبدالله خان سيمه کې د يوه ماشوم په بدن کې پوليو وايروس کشف شول، ترهغه وروسته يو په بل پسې په کوټه، کلا عبدالله، ږوب او خضدار سيمو کې تراوسه پورې دوولس پېښې ثبت شوې دي.

د واکسينېشن ډلې تر دې پېښې وروسته ماشومانو ته د څاڅکو ورکولو کار ځنډولى او پړه يې پر حکومت ور اچوي. د دې ډلې مشر حافظ عبدالحليم وايي:

"چې کومه انتظاميه ده، که مرستيال کميشنر دى، که د سيمې د روغتيايي څانګې مشر دى هغوى بايد د دوى د امنيت غم وخوري، خو د دوى له بېغورۍ دا پېښه وشوه او نن بيا زموږ کارکوونکې و وژل شوې، بل دا چې زموږ ښځينه طبي کارکوونکې به پخپله ټاکلې سيمه کې کار کوي، خو دوى ظالمان يې داسې ځاى ته ولېږي، چې هلته دوى نابلده هم وي او هلته امنيتي ستونځې هم وي، نو د دې پړه پر ايالتي حکومت او انتظاميه باندې ده. موږ سمدستي په کوټه کې له کاره بايکاټ اعلان کړى."

د بلوچستان روغتيا وزارت وايي، په هغو سيمو کې- چې د پوليو په ضد تبليغات شوي- اکثر مور و پلار خپلو اولادونو ته د پوليو د څاڅکو له ورکولو انکار کوي، خو دا هم ويل کېږي، چې د پوليو د واکسيناسيون ډلې کارکوونکي د احتمالي خطر له امله دا کمپاين په برياليتوب سره نه تر سره کوي او هغه ماشومان چې د پوليو له ناروغۍ د ژغورنې څاڅکي ور نه کړل شي، ګوزڼ يې ووهي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG