د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۵

د ختیځو دریو ولایتونو لپاره ۱۰۰۰محلي پولیس منظور شول


د کورنيو چاروپه وزارت کې د محلي پولیسو عمومي قومندان علي شاه احمدزي د چهارشنبې په ورځ په ننګرهارکې وویل، چې د کونړ، نورستان او ننګرهار ولایتونو لپاره يې د ۱۰۰۰په شاوخوا کې محلي پولیس ورمعرفي کړل.

نوموړي وویل،چې شپږ سوه د کونړ،سل نورستان او درې سوه د ننګرهار ولایت مختلفو ولسوالیو لپاره منظور کړي:

"شپږ سووه محلي پولیس مو د کونړ لپاره،سل مو د نورستان لپاره او درې سوه نور د ننګرهار لپاره،چې سل د حصارک ولسوالۍ، سل د شیرزاد ولسوالۍ، پنځوس د هسکې مينې ولسوالۍ او پنځوس د مومندرې ولسوالۍ لپاره منظور شوي".

نوموړي د لغمان په اړه وویل،چې ددې ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې یو شمېر محلي پولیس اضابس وو،چې د هغوی تشکیل يې له منځه وړی دی.

په دغه غونډه کې د ختیځو ولایتونو ولایتي مسولینو هم برخه اخیستې وه او ټولو وړاندیز وکړ،چې اوس هم په دې ولایتونو کې د محلي پولیسو شمير بسنه نه کوي او دارنګه ترې غوښتنه وکړه،چې محلي پولیس دې په مجهزو وسلو هم سمبال کړي.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG