د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

ابراهیمي: له دې وروسته افغان حکومت قانوني مشروعیت نه لري


د افغانستان ولسي جرګه وايي چې له دې وروسته په قطعي ډول افغان حکومت قانوني مشروعیت نه لري.

د دې جرګې رییس دغه څرګندونې د چهارشنبې د ورځ په عمومي غونډه کې په حکومت باندې د کابینې د نه معرفي کېدو په غبرګون کې وکړې.

خو د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس وايي چې د کابینې د جوړولو په اړه یي له ولسمشرسره خبرې روانې دي.

د حکومت له خوا د نوې کابینې د معرفي کېدو ځنډ د دې سبب شوچې د افغانستان ولسي جرګه د اوسني حکومت مشروعت تر پوښتنې لاندې راولي.

د دې جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي د چهارشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وروسته له هغې چې د کابینې ځنډ د وکیلانو له انتقادونو سره مخ شوپه ولسمشر او اجراييوي رییس غږ وکړ چې قانون باید تر پښو لاندې نه کړي.

ښاغلي ابراهیمي وویل چې له دې وروسته اوسنی حکومت قانوني مشروعیت نه لري:

″نن ورځ دوه میاشتې پوره کیږي، د سرپرستي د خدمت موده ختمه ده، له دې وروسته د اساسي قانون له مخې حکومت هیڅکله هم مشروعیت نه لري، له نن شپې وروسته حکومت باید په عاجله توګه کابینه له ولسي جرګې نه د اعتماد د رایې اخیستنې لپاره یادې جرګې ته معرفي کړي، ترڅو وزیرانو له پېښو او قضیو سره مسوولانه چلند وکړي.″

ښاغلي ابراهیمي ګواښ وکړکه د کابینې د ژرمعرفي کېدو په هکله د دوی غوښتنې ته پام ونه شي، پټه خوله به پاتې نه شي او له ځنډ پرته به د واکمنو پر وړاندې قانوني غږ پورته کړي.

ولسمشرمحمد شراف غني د ملي وحدت د حکومت د کار په لومړیو ورځوکې ویلي و چې د پنځه څلویښت ورځو په اوږدوکې به نوې کابینه معرفي کړي او په یاده کابینه کې به تخصص، اهلیت او وړتیا په پام کې نیسي.

د ولسمشرله وعدې او د ملي وحدت د حکومت له جوړښت دادې دوه میاشتې اوړي خو د نوې کابینې د تشکیل په اړه خبرې نه اورېدل کیږي.

په راپورونوکې ویل شوي چې د ولسمشر او جراييوي رییس ترمنځ د واک د ویش پرسراختلاف او کابینې ته د وړاو لایقه کسانو معرفي کېدل د دې کابینې د ځنډ لامل شوی.

که څه هم د افغانستان حکومت وايي، کابینې کې د متخصصو،ژمنو او وړ کسانو معرفي کېدنه وخت ته اړتیا لري، خو د ولسمشر لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم په وروستیو څرګندونو کې ویلي چې د کابینې پرسر اختلاف پرځای دی د ولسمشر او اجراییوي رییس ترمنځ پځوس په سلو کې د واک ویش عملي کېدل امکان نه لري.

خو د ملي وحدت د حکومت اجراييوي رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل چې د کابینې د تشکيل په اړه یې له ولسمشرسره خبرې پیل کړي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه چې امکان لري په حکومت کې ځیني کسان د دې خبرو په اړه معلومات ونه لري:

″زه یواځې په دې اړه له ولسمشر سره خبرې کوم، که چېرې خلک بې خبره وي زه څوک نه ملامتوم، خو د حکومت او د نوې کابینې د تشکیل په اړه به زما خبرې یواځې له ولسمشر سره وي کېدای شي ډېر کسان په دې اړه اطلاع ونه لري.″

د حقوقي چارو کارپوهان وايي، له قانون سره سم وزیران باید له دومیاشتو سرپرستي وروسته په خپلو چوکیو کار ونه کړي.

یوشمېر خلک هم انتقادونه کوي چې سرپرست وزیران خپل کارونه په ښه توګه سره سرته نه رسوي.

او د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنوو زیاتېدل په ټاکلي وخت د کابینې د غړیو په نه معرفي کېدلو پورې تړلې خبره بولي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG