د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

سټاګ: د لندن کنفرانس به د افغانستان او نړېوالې ټولنې لپاره يو ښه فرصت وي


په لندن کې د افغانستان په اړه کېدونکی کنفرانس به د بریتانيي او افغانستان د حکومتونوپه مشرۍ پرمخ ځي. دا کنفرانس د دیسمبر په څلورمه ترسره کيږي.

په کابل کې د برتانيې سفير ريچارډ سټاګ له ازادۍ راډيو سره په ځانګړي مرکه کې وويل چې دا کنفرانس به د افغانستان او نړېوالې ټولنې لپاره يو ښه فرصت وي چې خپلمنځي اړيکې نوي کړي.

خو دی وايي، موږ به د دې کنفرانس له لارې، له افغانستان سره خپل ملاتړ نوی کړوچې له نوي حکومت سره ريښتونې مرسته وکړو.

ښاغلی ريچاډ وايي، که په افغانستان کې نوې کابينه او وزيران نه وي، د دې مقصد حصول ډېرستونزمن دی:

″موږ فکر نه کوو چې که افغان وزيران په لندن کنفرانس کې برخه وانخلي، دا به يو لوی ناورين وي، خو دا به د نوي حکومت له خوا د يوه لوی فرصت د ضايع په مانا وي ځکه چې دوی بايد ثابته کړي چې خپل پلانونه ترسره کولای شي.″

ښاغلي ريچارډ زياته کړه چې لندن به يوڅه خواشينی شي، که په افغانستان کې د کنفرانس تر وخته کابينه جوړه نه شي، ځکه چې دوی به فکر کوي چې د افغانستان حکومت ونه کړای شو چې لندن ته له وزيرانو سره يوځای ورشي.

ښاغلي ريچارډ له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې زياته کړه چې لندن کنفرانس به درې لوی پيغامونه ولري:

″ افغانستان يو نوی حکومت لري چې نړېواله ټولنه غواړي ملاتړ يې وکړي.

دوهم دا چې موږ به د تېرحکومت په پرتله له يو بل سره داسې ملګريتوب لرو چې ډېر ريښتونی او ټينګ وي ځکه چې موږ به ګډ اهداف لرو.

درېيم دا چې برتانيه به له افغانستان سره اوږدمهالې اړيکې ولري.″

په دې اړه چې ايا د لندن کنفرانس ترنېټې پورې به حکومت وتوانيږي چې کابينه اعلان کړي او که نه، د افغانستان جمهوري رياست له خبرو څخه ډډه وکړه.

په لندن کنفرانس کې به له پنځوسوڅخه ترشپېتو پورې مرستندويه هېوادونه برخه اخلي او د دې ترڅنګ به هغه ګاونډي هېوادونه چې له افغانستان سره ملګري دي، هم برخه اخلي.

په دې کنفرانس کې به نورې ادارې هم برخه اخلي لکه نړېوال بانک، د پيسو نړېوال صندوق او د اسيا پرمختيايي بانک.

XS
SM
MD
LG