د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۱

څارونکي: د سارک غړي هېوادونه دې خپل فعالیتونه لا چټک کړي


د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځيني څارونکي وايي، چې په سيمه کې د سارک غونډه غړيو هېوادونو ته فرصت په لاس ورکوي، چې خپلمنځي اقتصاد او سوداګرۍ ته وده ورکړي او خپلو اوسېدونکيو ته د ښه ژوند زمينه مساعده کړي.

دوى دا څرګندونې ترهغې وروسته کوي، چې د نيپال په پلازمېنې ګټمنډو کې د سيمه ييزې همکارۍ لپاره د سويلي اسيا ټولنې يا سارک ١٨مه غونډه د پنجشنبې په ورځ پاى ته ورسېده.

د جنوبي اسیا د هېوادونو مشران چې په تیرو دريو کالو کې د لومړي ځل لپاره د سیمه ییزې همکارۍ په غونډه کې راغونډ شوي وو، د غونډې په وروستۍ ورځ د انرژۍ د شریکولو یوې موافقې ته ورسیدل، خو په دوه نورو اقتصادي تړونونو کې پاتې راغلل.

د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر څارونکي سارک او دا ټول نورې غونډې د سيمې او د غړيو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ لپاره مهم ارزوي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر پروفيسر سرفراز خان له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، چې که څه هم سارک د سيمه د پرمختګ لپاره ښه فرصت په لاس ورکوي، خو د دې ترڅنګ بايد دا ټولنه او ددې غړي هېوادونه خپل فعاليت لا چټک کړي:

"داسې ده چې د Region [سيمې] ممالک چې دي، هغوى ته پکار دي چې هغوى خپل اپس کې تجارت سېوا کړي.

کوم ځاى کې چې Regional [سيمه ييز] تجارت زيات وي،نو هلته خوشحالي ترقي زياته راځي، په هغې باندې د خلکو ضروريات هم زر پوره کېږي.

نو سارک تراوسه ورو روان دى، په Region کې دننه تجارت کم دى، چې څومره پکار دى، هغې نه ډېر زيات کم دى، هيله لرو چې که کوشش وکړى شي، چې دا تجارت زيات شي."

د سارک د دی دوه ورځنۍ غونډې په پای کې، مشران د نیپال د پلازمینې یوې غرنۍ سیمې ته لاړل او د اتو واړو هېوادونو ترمنځ یې په یوې ګډې لارې د انرژۍ د شریکولو موافقه وکړه.

په نيپال کې دا سرمشریزه په داسې حال کې جوړه شوه، چې په وروستیو کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په سرشخړې زیاتې شوي او همدا راز د دواړو هېوادونو سرحدي ځواکونو پر وېشل شوې پوله يا کنټرول لاين پر يو بل بريدونه کړي، چې په ترڅ کې يې دواړو غاړو ته زيانونه اړولي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي کړکېچ اغېز د سارک په غونډه کې هم له ورايه ښکارېده او همدا لامل و، چې د ټولنې غړي هېوادونه يواځې د انرژۍ د شريکولو موافقه وکړه او په دوو نورو تړونونو کې پاتې راغلل.

د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو څارونکى اقبال خټک له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې هند و پاکستان دې د سيمې او د سارک ټولنې د غړيو هېوادونو د سوکالۍ لپاره سياسي کړکېچ د خبرو اترو له لارې اوار کړي:

" بدقسمتي ده ددې سيمې چې د هند و پاکستان ترمنځ چې کومې کشالې دي، د هغې اثرات په نورو هېوادونو هم پرېوځي او دغه شان د پاکستان او افغانستان ترمنځه چې څه مشکلات دي، د هغې د وجې نه چې د سيمې خلک د ترقۍ نه محرومه کېږي.

که موږ چرته نورو سيمو ته وګورو نو هلته هم دا مشکلات شته دي، خو هغوى هېوادونو خپل سياسي مشکلات يو طرفته کېښودل او د خپلې معاشي ګټو د ترلاسه کولو لپاره يې لاسونه ورکړل او يو بل سره همکاري کوي. بايد چې موږ هم دغه همکاري په ګوته کړي.

ددغې سيمې خلک چې دي، ډېر غريبانان دي، تعليم ضرورت دى ورته، د ښه صحت ضرورت دى ورته، د ښه ژوند تېرولو حق لري او ضرورت دى ورته، نو د سارک غړي هېوادونه هم بايد د نورو تنظيمونو او همکاريو نه سبق حاصل کړي."

د يادونې وړ ده، چې د سارک د همکارۍ په سازمان کې، افغانستان، بنګله دیش، بوتان، هند، نیپال، مالدیف، پاکستان او سریلانکا غړیتوب لري.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG