د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

قرغزي پلاوی د افغانستان پامیر ته ولاړ


د قرغزستان د حکومت یوهیات چې د افغانستان پامیرته تللی و د پنجشنبې په ورځ بیشکیک ته ستون شو.

په دغه پلاوی کې د قرغزستان د کارموندنې وزیر، د مهاجرت او ځوانانو وزیراو د پارلمان یو شمېرغړي وو چې د نومبر له ۱۹ تر ۲۵ پورې په پامیر کې و.

د قرغزستان د پارلمان غړي میرلان باکیروف ازادۍ راډیوته وویل چې قرغزي پلاوی په شپږو لویوګاډوکې پامیرته ولاړ چې په دغو موټرو کې څه مرستې وې چې د پایمر پر قرغزیانو وویشل شوې.

د باکیروف په وینا په افغانستان کې د دوی قرغزیانو دا غوښتنه لرله چې پر ماشومانو یې تعلیم وکړي.

باکیروف زیاته کړه چې د افغان قرغزیانو ستونزې ډیرې دي او دوی به دا مشکلات په پارلمان کې مطرح کړي.

قرغزي پلاوي وویل چې دوی پردې غورکوي چې له قرغزستانه ځیني متخصصان پامیرته ولیږي او په دې اړه یې د افغانستان له حکومت سره هم خبرې کړې دي:

″د افغانستان حکومت موږ ته ویلي دي چې ستاسو متخصصانو ته به چې افغان قرغزیانو ته تعلیم ورکوي او له هغوی سره د روغتیا په برخه کې مرستې کوي د میاشتې ۴۰۰ امریکایي ډالر معاش ورکوو.″

د قرغزي هیات په وینا د پامیر قرغزیانو له دوی دا غوښتنه کوله چې ماشومان یې په قرغستان کې وروزي او بیرته دې افغانستان ته ستانه کړي څو د دوی لپاره کار وکړي.

قرغزي هیات په پامیرکې له افغان قرغزیانو سره د څه باندې پنځوس زره ډالرو په ارزښت مرستې وکړې او د دوی مرستې شپیته ټنه وې چې په کې وړه، بوره، ګرمې جامې، خیمې، بړستنې او دارو درمل و.

درې قرغزي ډاکټرانو هم د دې سفرپه ترڅ کې افغان قرغزیان معاینه کړل.

XS
SM
MD
LG